لیون پنېټا: افغانستان کې باید د ترهګرو ځپلو هڅې پیاوړې شي

د خپرېدو وخت

د امریکا د مرکزي استخباراتو اژانس "سي ای اې" پخوانی رییس او د دغه هېواد د دفاع مخکني وزیر لیون پنېټا له بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي حقاني شبکه چې د طالبانو د واکمنۍ مهمه برخه سمبالوي، لا هم القاعدې ته خوندي پټنځایونه برابروي او اړیکې ورسره پالي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان کې باید د ترهګرو ځپلو هڅې غښتلې شي ځکه د نوموړي په وینا د القاعدې او داعش په څېر اورپکې ډلې لا هم امریکا ته سرخوږی جوړولی شي.

خو بلخوا قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا چې له امریکا سره یې د سولې مذاکراتو اوږده پړاونه پر مخ وړي، له دغه هېواده غواړي چې د افغانستان په فضا کې الوتنې ودروي.

له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته لا هم افغانستان کې وسله والې ډلې، له ترهګرۍ سره تړلي ګواښونه او په دې تړاو د امریکا د حکومت پر تګلارو نیوکې د دغه هېواد د سیاستوالو، چارواکو او شنونکو د بحثونو مهم ټکي دي.

په دې لړ کې تازه د سی ای اې پخواني مشر لیون پنېټا پر افغانستان د واکمنو طالبانو او القاعدې ترمنځ پر اړیکو اندېښنه ښودلې او ویلي د الظواهري له وژل کېدو مالومه شوه چې طالبان القاعده شبکې ته پناه ځایونه ورکوي او ګواکې دا خبره نوره پټه نه ده.

نوموړي ویلي "په بشپړه توګه روښانه ده حقانیان چې د طالبانو مشرتابه کې مهم ځای لري، د القاعدې لپاره دا ډول خوندي ځایونه برابروي. دا چې الظواهري د کابل مرکزي سیمه کې ژوند کاوه بیخي دا خبره سپینوي چې هغوئ ته یې اجازه ورکړې وه چې افغانستان کې ازاد فعالیت ولري."

دغه امریکايي سیاستوال افغانستان کې له لیرې د تندلارو په نښه کول یوه ګټوره ستراتېژي بولي.

ښاغلی پنېټا هغه مهال د سي ای اې مشر و چې امریکایي ځواکونو د پاکستان ایبټ اباد کې د القاعده شبکې بنسټګر او لومړنی مشر اسامه بن لادن پیدا او وواژه.

هغه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ کال د سي ای اې له مشرۍ وروسته تر ۲۰۱۳م کال پورې د امریکا دفاع وزیر هم و.

دا هغه کلونه وو لسګونه زره اضافي امریکايي ځواکونه افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم پر جګړو بوخت وو.

ښاغلی پنېټا د امریکا ولسمشر جوبایډن ته د پړې ګوته نیسي چې ګواکې له افغانستانه یې د وتلو پلان سم نه و او امریکا باید له دې کبله نړیوالې ټلوالې ته ځواب ووایي.

نوموړی وایي: "فکر نه کوم داسې څه اړتیا وه چې ولسمشر بایډن باید له طالبانو سره د ډونلډ ټرمپ هوکړو ته ژمن پاتې شي. ډيرې هوکړې، او تګلارې چې اړتیا یې وه، باید د بایډن حکومت پخپله کړې وی او پخپلو لارو تللی وای. ولسمشر بایډن ستونزمن حالت کې وو. داسې حالت و چې له طالبانو سره شوې هوکړې حالت نازک کړی و، هغه تګلارې یې ځنډنۍ کړې وې چې د هغې له مخې باید افغانستان له دې ډول حالاتو ژغورل شوی وای."

د امریکا دغه پخوانی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبان وايي له امریکا سره په خبرو بوخت دي او افغان خاوره باید نور د پوځي بریدونو نښه ونه ګرځي.

دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي له امریکايي پلاو سره یې ناستو کې پر افغان فضا د امریکايي الوتکو د الوت اړوند اعتراض کړی چې باید پايي ومومي.

خو امریکایۍ الوتکې لا هم دا کار کوي چې د هغه پر ټکو د دوحې له تړونه سر غړول دي.

د طالبانو له اعتراض سره سره د امریکا ولسمشر جوبایډن او دا دی یو په بل پسې د دغه هېواد نور اوسني او پخواني چارواکي له لیرې د پوځي عملیاتو او هوايي ګوزارونو ننګه کوي.

دوی وايي امریکا به پرې نږدي افغانستان ورته د ګواښونو ځاله شي.