د روسانو اندېښنه؛ د افغان پوځ چورلکې او جنګي الوتکې ښایي د اوکراییني پوځ لاس ته ورشي

د خپرېدو وخت

د روسیې بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، مسکو اندېښنه لري چې د مخکیني افغان حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکراییني ځواکونو لاس ته ورشي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، دا ډېره مهمه ده چې باید دا چورلکې او الوتکې د اوکراییني ځواکونو لاسونو ته ور نه شي.

ښاغلی کابلوف وايي، د افغانستان مخکيني حکومت له سقوط وروسته افغان امنیتي ځواکونو اړوند کسانو لسګونه چورلکې او الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته بیولې دي.

نوموړی زیاتوي، د افغان هوایي ځواک پیلوټانو نژدې ((۶۰ الوتکې او چورلکې)) تاجکستان او دغه راز نژدې (( ۴۰ یا پنځوس چورلکې او الوتکې)) یې ازبکستان ته لېږدولې دي.

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال اګست تر ۲۱ پورې د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان او ۱۸ نورې په تاجکستان کې وې.

تېر جون کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) مشر مایکل اریک کوریلا تاجکستان ته په خپل سفر کې ویلي وو، کېدای شي امریکا له دې الوتکو او چورلکو یو شمېر د تاجکستان چارواکو په واک کې ورکړي.

دوې اوونۍ مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه وغوښتل چې د افغان هوايي ځواک ((تښتول شوې)) الوتکې او چورلکې باید بېرته افغانستان ته وسپاري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا وضاحت نه دی کړی چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې، او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي وسایل دې د اوکرایین پوځ لاس ته ورشي.

ضمیر کابلوف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روسي ځواکونه د اوکرایین بېلابېلو برخو کې په درنه جګړه کې ښکېل دي.

په دې وروستیو کې اوکراییني ځواکونو په یو شمېر سیمو کې د روسیې پوځ پر مرکزونو او هوایي اډو خونړي بریدونه کړي دي.

امریکا او بریتانیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په ښکاره یې په دې جګړه کې له اوکرایین سره د میزایلو او نورو وسلو مرسته کړې ده.