جنرال ډېوېډ پټریاس: بشپړ ډاډ نشته چې امریکا به بیا افغانستان کې نه ښکېلېږي

د خپرېدو وخت

له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د پوځي ځواک د وتلو د کلیزې پوره کېدو په درشل کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي‌ ځواکونو یوه پخواني قوماندان 'جنرال ډېوېډ پټریاس' ویلي امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال سترې تېروتنې کړې.

جنرال پټریاس په اتلانتیک خپرنۍ کې په یوه خپاره کړي تحلیل کې زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره دا هم نشي ویل کېدی چې بیا به یې پښه په یو ډول نه ورښکېلېږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې پخواني مشر او متقاعد جنرال ډېوېډ پټریاس اتلانتیک خپرنۍ ته په یوه شننه کې دا هم ليکلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلې.

جنرال پټریاس چې د باراک اوباما د حکومت پر مهال يې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده پرمخ وړې ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره نه بې پایه جګړې ختمې شوې او نه هم په هغو کې د امریکا ښکېلتیا.

هغه ليکلي دا هم نشي ويل کېدی چې د امریکا پښه به یو وار بیا هلته نه ورښکېلېږي.

دغه پخواني امریکايي جنرال زیاته کړې، که څه هم افغانستان په اټکلېدونکې راتلونکې کې په یوه پرمختللې لیبرال دیموکراسۍ نه بدلېدله خو لرلیدونه یې حتمن تر نن ډېر روښانه وو.

هغه ټینګار کړی چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د مداخلې په خاطر اوس دا د امریکا مسؤولیت و هر څومره وخت یې چې نیولی، په دې لاره کې يې باید مرستې ته دوام ورکړی وی.

ښاغلي پټریاس په دغه لیکنه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو پر افغانستان هم وېجاړوونکې اغیزې پرې اېښې.

هغه ویلي اوس هلته څلوېښت مېلیونه نفوس چې امریکا يې تر دوو لسیزو ملاتړ وکړ د ځپنې او محرومیت داسې راتلونکې سره مخ شوي چې په را روانو کلونو کې ښايي پکې اسلامي افرطپالنه هم وده وکړي.

له افغانستانه د امریکا د وتلو د یو کلنۍ د پوره کېدو په درشل کې په خپله خپره کړې لیکنه کې دا ډول وتل د دې لامل بللي چې نور هېوادونه هم امریکا ته د یوه باور وړ شریک او همکار نه بلکې د مخ پر ځوړ زبرځواک په سترګه ورته ګوري.

هغه ویلي امریکا په افغانستان کې بیا بیا تېروتنې کړې وې خو که له خپلو تېروتنو یې درس اخیستی وی ښايي له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو مخه یې نیولې وی.

په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني ديپلومات هم د طالبانو د واک ته رسېدو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د داسې سختې او دوامدارې جګړې پایله بللې چې هېچا يې چمتووالی نه درلود.

هغه تازه ویلي چې د افغانستان بیړني سقوط طالبان هم حیران کړي و.

راس وېلسن چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د امریکا شارژدافیر و، سکای نیوز ته ویلي چې طالبان په دې خاطر واک ته نه دي رسېدلي چې ډېرو افغانانو غوښتل، بلکې دوی په دوامدار، سخت او داسې ژمن ډول وجنګېدل چې هېچا ورته چمتووالی نه درلود.

"طالب مشرانو امریکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی و چې جنګيالي به يې کابل ته نه ننوزي او دوی به يې مخه ډب کړي او موږ فکر کاوه چې افرادو او ښکته لیکو ته د دې موضوع د پوهولو هڅه هم وشوه خو داسې ونشول. جنګیاليو د خپلو قوماندانانو له غوښتنو پښه واړوله او فکر کوم دا حقیقت چې طالبان پخپله هم حیران وو د حکومت له سقوط وروسته د دوی په غبرګون کې څرګند شو. "

هغه دا هم ویلي چې طالبان داسې ولسي ملاتړ هم نه لري چې دوی او دغه هېواد د ستونزو پر مهال پرې تکیه وکولی شي.