سیګار: میلیونونه افغانان د سختې لوږې جدي خطر سره مخ دي، ډېر ګواښ ښځو ته پېښ دی

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر څارونکي ادارې "سیګار" اندېښنه ښودلې چې میلیونونه افغانان ښايي راتلونکو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخامخ شي.
سیګار په یوه رپوټ کې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو کابو یو کال وروسته خپور شوی، دا خبرداری هم ورکوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د افغان مېرمنو وضعیت له بده بدتر شوی دی.
دا راپور د هغه اندېښنو او ګواښونکي وضعیت پخلی کوي، چې د نورو نړیوالو سازمانونو له خوا د افغان مېرمنو د ناوړه وضعیت په اړه ورکړل شوي دي.
سیګار خپله دې درې میاشتنۍ ارزونه کې د طالبانو لخوا د ښځو ځورول یوه لویه اندېښنه په ګوته کړې، چې فقر او لوږې د دوی لپاره شرایط لا زیات سخت کړي دي.
بهرنۍ مرستندویه ادارې دمګړۍ د بودیجې نشتوالي له کبله افغانستان کې د خوراکي توکو په زیرمو کې له پام وړ کمښت سره مخ دي.
د طالبانو حکومت هم چې لا نړۍ په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالو بانکونو سره راکړه ورکړه نه لري، په دې برخه کې پرېکنده ګام نشي اخیستی.
بلخوا د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د ویش اندازه ډېره نه ده او د هغو د نا عادلانه ویش په اړه ډېرې خبرې کیږي.
ادعا دا ده چې ان د اړمونو خلکو پېژندنه کې ستونزې شته.
په ډېرو مواردو کې اړمنې کورنۍ وایي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې له دوی سره توپیري چلند کېږي او ګواکې طالب چارواکي پر خپلو خپلوانو ډېر پام کوي.

د عکس سرچینه، AFP
یو ښوونکی ادعا کوي چې د جمهوري نظام د وخت په پرتله یې معاش لږ شوی، خو د ده په خبره برعکس د ځینو لوړپوړو چارواکو معاشونه ډېر شوي دي.
افغانستان کې نژدې ۱۹ میلیون کسان له ژوند ګواښونکې لوږې سره مخ دي او تر 6 میلیون پورې "لوږي ته نژدې شرایطو" سره مخ دي.
له دې سره سیګار انديښنه ښېي، چې بېړنۍ مرستې ښایي تر نومبر میاشتې پورې اته سلنه اړمنو افغانانو ته ورسیږي، ځکه د یونیسف او خوړو نړیوال پروګرام په ګډون مرستندویه ادارو ته په کافي اندازه مرستې نه دي ورکړل شوې.




















