کابلوف: افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش وسله والو شمېر درې برابره ډېر شوی

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو د درې برابره ډېرېدو اټکل کړی.

هغه دا د افغانستان او سیمې لپاره منفي خبر بللی.

دغه روسي دیپلومات لویدیځ تورن کړی چې په لوی لاس یې له طالبانو مالي سرچينې ځنډولې چې داعش ډله ځواکمنه شي.

تېره اونۍ په تاشکند کې د افغانستان په تړاو کنفرانس ته د امریکا ځانګړي استازي ویلي وو چې دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد د طالبانو د فعالو عملیاتو له هڅو خبر دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف چې د افغانستان په تړاو د تاشکند غونډې په تړاو خبریالانو ته غږېدلی، ویلي پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د جنګیالیو شمېر درې برابره ډېر شوی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه د ښاغلي کابلوف څرګندوې رد کړې او وايي په افغانستان کې د داعش "د زياتېدو اټکل ناسم او له واقعيت څخه لېرې دی."

ښاغلي کابلوف ویلي د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال د دغو جنګیالیو شمېر شاوخوا دوه زره اټکلېده او اوس شپږ زرو ته د دغه شمېر د لوړېدو اټکل کېږي چې دا د درې برابره ډېروالي ښودنه کوي.

هغه دا د افغانستان د حالت لپاره ډېر منفي بدلون بللی او دا يې نه یوازې د کابل بلکه د ایران، پاکستان او چین په څېر د روسیې د هم‌ټلوالو هېوادونو ملي ګټو ته هم خطر بللی.

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس دغه ديپلومات له خولې ليکلي چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو د ساتلو او اغیزناکولو لپاره د طالبانو په لاس کې د نړیوالو بندیزونو په خاطر مالي سرچینې هم نشته. هغه ادعا کړې چې لویدیځ په قصدي ډول دا شرایط رامنځته کړي تر څو داعش ترهګره ډله ځواکمنه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تاشکند کې د افغانستان په اړه له جوړ شوي کنفرانس وروسته په ضمني ډول وویل چې دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد د طالبانو د فعالو عملیاتو په هڅو خبر دي خو په ورته مهال يې هلته د القاعدې، پاکستاني طالبانو د غورځنګ او نورو ترهګرو په شتون اندېښنه ښودلې.

نږدې کال وړاندې د پلازمېنې کابل په ګډون د ټول افغانستان له نیولو وړاندې چې د داعش د وسله والو شمېر لس زره شاوخوا اټکل شوی و، طالبان او داعش په جدي جګړو کې سره ښکېل وو.

د افغانستان د ملي امنیت مخکېني مشر احمد ضیا سراج کابو میاشت وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې طالبانو واک ته له رسېدو سره د داعش ډلې نږدې ۴۰۰۰ غړي چې د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونو نیولي وو، له زندانو خوشې کړي دي. هغه ټینګار کړی و چې داعش ډله په یوه ستر سرخوږي بدلېدونکې ده.

د افغانستان د نظام له پرځولو او کابل ته د طالبانو له ننوتلو راهیسې دا ډله په څو ولایتونو کې له داعش سره په خال خال نښتو، د هغوی خلاف پر عملیاتو، د هغوی د جنګیالیو په نیولو او وژلو بوخت دي. په مقابل کې یې د داعش بریدونو او چاودنو هم دوام کړی. دوی د طالبانو په ګډون تر ډېره شیعه مذهبي، سیکان او هندوان او یا هم صوفيان په خپلو چاودنو کې په نښه کوي.

طالبانو هم تېرو څو میاشتو کې بېلابېلو ښارونو کې د دې ډلې د وسله والو پر پټنځایونو د عملیاتو خبر ورکړی چې ډېری وخت مرګ ژوبله هم پکې اوښتې.

طالبان وايي، دا ډله یې ځپلې، خو کابو میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د داعش ډلې وسله وال د طالبانو رژیم ته له متوجه جدي ګواښونو یو بللی و.