پاکستانی پلاوی: له افغانستان سره پر کرښه به مالونه نه کوزېږي، اسانتیاوې به ډېرې شي

لارۍ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانستان ته د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ پلاوي د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او پیوستون په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو د صادراتو او وارداتو په تړاو پر ستونزو یې بحث وکړ.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس به پر کرښه د اوښتو سیمو کې اسانتیاوې ډېرېږي، چې په دې تړاو یې د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي او د سوداګرۍ چارسمبالي وزیر نور الدین عزیزي او نورو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د پاکستان دا پلاوی چې مشري یې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد صالح فاروقي کوي، له افغان لوري سره پر ځینو مسلو هوکړه کړې ده.‌

بل خوا، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شي، چې له پاکستاني پلاوي سره طالبانو پر لاندې توافقاتو سلا وشوه:‌

۱ــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.

۲.ــ د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هېڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.

۳ــ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی. دواړو لورو ومنله چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو. د بهرنیو کانتینرونو څخه د افغان سوداګرو د توکو ځايي لاریو او کانتینرونو ته انتقال او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد, سکېن او بررسي لپاره اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي.

۴ـــ په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هېڅ ډول محدودیت نه شته.

۵ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ییز اتصال په هدف به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.

۶ ـــ موافقه وشوه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلورویشت ساعته د سوداګریزو موټرو د ګمرکي او ټرانزیټي چارو د ترسره کېدو لپاره پرانیستې وي.

لارۍ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

۷ــ افغانستان ومنله چې د غلام خان او ډنډپټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي او د اړتیا په صورت کې به کاري ساعتونه زیاتوي.

۸ ـ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د هغو توکو ژر طی مراحل په پام کې نیسي چې حساس او لږ وخت کې خرابیږي.

۹ـــ دواړو لورو ومنله چې په ټرانزیټي لارو د موټرو په تګ راتګ کې دې تعادل رامنځته شي.

۱۰ـــ پاکستاني پلاوی چمتووالی وښود چې له دقیقې ارزونې وروسته به د ټرانزیټي لاریو د بېروبار کمولو لپاره د ګمرکي سیستمونو او تاسیساتو موجوده مراکز د عبور او مرور له نقطو نه نورو لرې نقطو ته د لیږد لپاره اقدام وکړي.

۱۱.ـــ دواړو لورو د ټرانزیټي لاریو لپاره په ټولو لارو کې د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو موافقه وکړه.

۱۲ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګمرکي مالوماتو د شریکولو او د سیستمونو همغږي کولو لپاره به د دواړو هیوادونو ګمرکي ادارې په ځانګړې ناسته کې تصامیم ونیسي.

۱۳ـــ په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو خصوصي سیکتورونه به د بارټر سوداګري لپاره د ښکاره او ځانګړي میکانیزم د ټاکلو لپاره ناستو ته دوام ورکړي.

۱۴ ـــ دواړو لورو څرګنده کړه چې د ځانګړي میکانزم په جوړولو سره به د دواړو هیوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.

۱۵ـــ موافقه وشوه چې دواړه هېوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافر لېږد سورلۍ بسونو خدمات پیلوي. په لومړي سر کې به ۲ عدده مجهز او عصري بسونو څخه استفاده کیږي چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړه لوري دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشت په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، افغان لارې واګې او کراچۍ ته او پاکستانۍ لارې شمالي بندرونو او تورغونډۍ ته په خاصرو شرایطو بشپړولو کې تللی شي.

سفر

د عکس سرچینه، TALIBAN

‌نوموړی وايي، دغه شرطونه په تېرو ۱۵ کلونو کې عملي نه شول او د بیمې ډاډ ترلاسه نه شو، همدا وو چې افغان ګاډي تر پې‍ښور او د پاکستان تر جلال اباد او سپین بولدک پورې تللی شوای.

خان جان الکوزی وايي، د پاکستاني پلاوي په دې خبرو کې د افغانستان خصوصي سکتور برخه نه لرله، خو اصل تړون اپټا دی چې اوس یې د عملي کولو لپاره دواړه هېوادونه لاس په کار شوي دي.

د افغانستان ډېری سوداګریزه راکړه ورکړه او ټرانزیټ د شمال له لارې دی او له پاکستان سره ایله ۲۰ سلنه سوداګري لري.

خان جان الکوزی وايي، په سیمه کې ایران د افغانستان لومړی نمبر سوداګریز شریک دی چې کابل د کال دوه نیم میلیارد ډالرو راکړه ورکړه ورسره لري او له پاکستان سره مخکې دوه میلیارد ډالره ټرانزیت درلود چې اوس اتو سوو میلیونو ته راټیټ شوی.