د طالبانو مالیې وزارت: یوازې د یوه ریاست له ښځینه کارکوونکو مو غوښتي چې د دندې لپاره د کورنۍ نارینه غړي راوپېژني

د مالیې وزارت

د عکس سرچینه، MOf

د خپرېدو وخت

د طالبانو چارسمبالي حکومت د مالیې وزارت ومنله چې یوازې د عوایدو ریاست له ښځینه کارکوونکو یې غوښتي چې دوی دې پر کور کېنې او د کورنۍ نارینه غړي دې ور وپېژني چې د دوی پر ځای کار وکړي.

د دې وزارت له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دا غوښتنه یوازې د یوه ریاست له کارکوونکو شوې او هغه هم اجباري نه ده.

له دې مخکې بریتانوۍ ورځپاڼې د ګارډین رپوټ ورکړی و چې د طالبانو مالیې وزارت له ټولو ښځینه کارکوونکو غوښتي چې کار ته دې نه ورځي او په خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړی معرفي کړي.

وروسته له هغه چې د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي سره خبرو کې هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غوښتل شوي چې پر کور دې کېنې او پر خپل ځای دې د کورنۍ نارینه غړي معرفي کړي، د طالبانو د مالیې وزارت یوه وینا پاڼه کې منل شوې چې دا غوښتنه د ټولو وزارت له ښځینه کارکوونکو نه بلکې یوازې د عوایدو ریاست له کارکوونکو داسې غوښتنه شوې ده.

بیان زیاتوي چې د دې اختیاري ګام هدف د کاري فشار کموالی او په کارونو کې چټکوالی دی. خو دایې نه دي ویلي چې ولې د ښځینه کارکوونکو په شته والي کې کاري فشار ډېرېږي.

وړمه ورځ بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين رپوټ ورکړی وو چې طالبانو د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو ته امر کړی چې د کور کوم نارینه غړی دندې ته ورولېږي او پخپله په کور کېني.

دې ورځپاڼې ویلي وو چې په یاد وزارت کې له ځينو ښځينه کارکوونکو سره غږېدلې او د وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري یې هم دغه پیغام تر لاسه کړی دی.

دغو مېرمنو ویلي، سپارښتنه ورته شوې چې په دفترونو کې د کار فشار زیات دی، ښځې یې له عهدې نشي وتلی نو ځکه باید د کورنۍ نارینه غړی ورولېږي.

یوه ۳۷ کلنه مېرمن، چې په رپوټ کې د مریم په مستعار نوم یاده شوې، د همدغو ښځو له ډلې ده چې له ګارډين ورځپاڼې سره خبرو کولو ته رضا شوې ده.

دې ویلي چې د یاد وزارت شاوخوا ۶۰ ښځينه کارکوونکو ته دغه پیغام ورکړل شوی دی.

مریم لوړې زدکړې کړي او له شاوخوا ۱۵کلونو راهیسې په دغه وزارت کې کار کوي. دا وايي، کورنۍ کې کوم نارینه هم نه لري او وېره لري چې دنده به له لاسه ورکړي.

نوموړې له هغو کم شمېر مېرمنو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې دندې درلودې او خپلو کارونو ته تللې.

اغلې مریم وايي چې طالبانو حکومت یې تنخوا له شپیتو زرو افغانیو دولسو زرو ته راټيټه کړې چې د دې ‌په خبره، ان د خپل زوی د ښوونځي فیس هم نشي پرې پوره کولای.

اعلامیه

د عکس سرچینه، MOf

خو په دغه وزارت کې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ښځينه کارکوونکې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل دفترونو ته ورغوښتل کېږي، د تنخوا اخیستلو لپاره حاضري لاسلیکوي او بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

سرچینې همدا راز ویلي چې د حاضرۍ د لاسلیکولو پر ورځ د وزارت نارینه کارکوونکو ته ویل کېږي چې په هغه ورځ وختي له دفترونو ووځي.

نږدې یو کال وړاندې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د څو دولتي ادارو پرته د نورو ادارو ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې پر کور کېنې او معاش به ورکوي.

طالبانو د منځنۍ او ثانوي دورې زدکوونکو نجونو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

د طالبانو دې کار په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه پارولي، خو طالبان وايي د ښځو د کار او تعلیم له حقه انکار نه کوي او هڅه کوي دوی ته مناسب چاپېریال رامنځته کړي.