'افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو وژنو په هکله نوې پلټنه نه کېږي'

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, هنه او، ګرادې
- دنده, بي بي سي پنوراما
- د خپرېدو وخت
د بریتانیا وسله والو ځواکونو مشر له بي بي سي سره یوه مرکه کې وايي، په افغانستان کې به د بریتانوي هوايي ځواک 'اېس اې اېس ' نومې ډلګۍ د چلن په هکله نوې پلټنه و نه شي.
د بي بي سي پنوراما خپرونې یوې څېړنې له مخې داسې احتمال شته چې اېس اې اېس پوځیانو د دوه زر لسم - یولسم کلونو پر مهال په غیر قانوني توګه د شپږ میاشتو په موده کې ۵۴ کسان وژلي وي.
امیر البحر ټوني راداکین وايي، دوو خپلواکو پولیسي پلټنو ته معلومه شوې چې ''داسې څه نه دي شوي. ''
د بریتانیا دفاع وزارت بیا وايي، دوی د مشخص تور په هکله تبصره نه کوي، خو له تبصرې انکار یې باید د تورونو منلو په مانا وانخیستل شي.
یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د بریتانیا هوايي ځواک یوې ډلګۍ پرلپسې د افغانستان په هلمند ولایت کې بې وسلې سړي او بندیان وژلي؟ سر ټوني د بي بي سي یکشنبې سهار خپرونې ته وویل:
''موږ د پولیسو دوې خپلواکې پلټنې وکړې او دا دواړه دې پایلې ته ورسېدې، چې داسې څه نه دي شوي او د جرمي تعقیب لپاره پاموړ ثبوتونه نه شته. که بي بي سي نوي ثبوتونه موندلي وای، موږ به په څرګنده ویلي و، ایا موږ دا ثبوتونه کتلای شو؟ او بیا به مو دې موضوع ته له سره کتل. ''
بي بي سي وايي، له پوځي پولیسو سره به همکاري کوي او د خپلو اداري لارښوونو په رڼا کې به د هغو موادو په هکله ټولې غوښتنې ومني چې خپاره شوي نه دي.
د اېس اې اېس ډلګۍ وژنو تورونو په هکله د پوځ پر پلټنو له دې کبله نیوکې شوې، چې ژورې نیمګړتیاوې لري. د شاهي پوځ پولیس پلټونکي وايي، دا سمه نه ده چې د وژنو په هکله بشپړه پلټنه شوې ده. دوی بي بي سي ته ویلي، د ثبوتونو یو ځای کولو لړ کې خنډونه ورته جوړ شوي، د پېښې ځای لیدو مخنیوی یې شوی او د ځانګړو ځواکونو له لوړپوړو مشرانو پوښتنو، ګروېږنو لړ کې ناهیلي شوي دي.
د لوړپوړو پولیسو پلټنې په هکله پوښتنې ته ځواب کې سر ټوني وویل، موږ دوې بشپړې خپلواکې پولیسې پلټنې درلودې، موږ د ټلویزیوني محاکمې په هکله محتاط یو. نوموړی زیاتوي: ''دا استثنايي خلک دي چې د هېواد خدمت کوي، دوی په قطعي توګه قانون ته پابند دي، موږ قانوني بهیر عملي کوو او دوی پخپله د قانوني بهیر حقدار دي. ''
د پنوراما څېړنې تر سره کېدو پر مهال جنرال سر ډېوېډ ریچارډز د بریتانوي پوځونو مشر و. نوموړي روانه اونۍ بي بي سي ته وویل، ''د دې پروګرام قانع کوونکي ماهیت ته په کتو سره که زه اوس هم د پوځونو مشر وايي، د دې پېښو چې یادونه یې شوې، د پلټنو امر مې کاوه. زه هېڅ شک نه لرم چې د پوځونو اوسنی مشر امیر البحر راداکین به همداسې وکړي. ''
بل لور د بریتانیا پوځونو وزیر جیمز هیاپې د سې شنبې پر ورځ د بریتانیا پارلمان کې دفاعي کمېټې ته وویل، ''که نوي ثبوتونه وي، موږ به قطعاً په دې هکله پلټنه وکړو. ''
بل لور د بریتانیا پارلمان کې د بېلا بېلو ګوندونو استازو یوه اعلامیه لاسلیک کړې چې د حکومت له لوري یې دې لړ کې د یوې خپلواکې او باصلاحیته پلټنې غوښتنه کړې او د اعلامیې په ټکو، ''مناسبې سرچینې باید ولري، ټولو اړوند ثبوتونو ته لاسرسی ولري او موندنې به یې ولس ته وړاندې کېږي. ''




















