امریکا وايي، د طالبانو پر وړاندې د تاوتریخجن مخالفت ملاتړ نه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
امریکا وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه په ځیر څاري او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د طالبانو پر وړاندې د تاوتریخجن مخالفت ملاتړ نه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند دا څرګندونې د 'فارن ډېسک ' په نامه رسنۍ ته ليکلي پيغام کې کړې او په جګړه کې پر ښکېلو غاړو يې د زغم غږ کړى او ويلي يې دې چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
امريکا د طالبانو پر ضد د تاوترېخجن مخالفت د نه ملاتړ خبره داسې مهال يو ځل بيا تکراروي چې په دې وروستيو کې د افغانستان له ځينو سيمو د تاوتريخوالي زياتېدونکي رپوټونه رارسېدلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوۀ وياند "فارن ډېسک" خپرونې يوې پوښتنې ته په ليکلي ځواب کې ويلي، دوى د تاوتريخوالي دا وروستۍ زياتېدنه له نژدې څاري او پر ټولو غاړو د زغم او خبرو ته د کېناستو غږ کوي.
وياند زياته کړې، دا يوازينې لاره ده چې افغانستان کولاى شي خپلې ګڼې ننګونې هوارې کړي.
رپوټونه وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې د پنجشېر، بغلان او پروان ولايتونو په ځينو سيمو کې د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت جبهې نومې ډلې د وسلوالو بريدونه ډېر شوې دي.
د امريکا د دغه دريځ مخالفين په دې باور دي چې د طالب ضد وسلوالو له ماناوال ملاتړه ډډه کول افغانستان کې د القاعدې د څار او مهارولو په برخه کې د امريکا د پوځ وړتيا محدودوي.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرېنک مېکنزي تېرکال پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته دا منلې وه چې افغانستان کې د امريکا د څار وړتيا يو يا دوه سلنې ته ټيټه شوې.

د عکس سرچینه، AFP
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان خاوره کې د طالبانو پر وړاندې د تاوتريخجن مخالفت د نه ملاتړ دريځ په پلوۍ کې وايي "غواړي له سوله ييزو لارو د يوه ټيکاومن او پاتېدوني سياسي حل شاهد اوسي."
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې دوى په خپله هم افغانستان کې د منظمې تاوتريخجنې مبارزې ملاتړ نه کوي او د نړۍ نورو ځواکونو ته هم له دې کړنې د ډډه کولو سپارښتنه کوي.
خو د ملي مقاومت نومې جبهې مشر، احمد مسعود، څو ورځې وړاندې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د دوی د مقاومت نه ملاتړ د لوېدیځو هېوادو غوراوی دی، خو په وینا یې د طالبانو پر وړاندې به د ده د جبهې مقاومت جاري وي.



















