سور صلیب: ډېری افغانان د اړتیا وړ توکو پېرلو توان نه لري

افغانستان
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د سره صليب نړيوالې کمېټې په يوه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د اړتیا وړ توکو بيې دوه برابره پورته شوې او ډېری خلک یې د پېرلو توان نه لري.

دغه نړیواله مرستندویه اداره چې په افغانستان کې فعالیت کوې وايي، د ۲۰۲۱ کال له جون راهیسې د لومړنیو توکو بیې د ۵۵ او ۱۰۷ سلنې ترمنځ لوړې شوې دي.

د سره صليب د نړيوالې کمېټې په دغه اقتصادي راپور کې ادعا شوې، چې د تېر کال له جون مياشتې راهيسې د افغانانو د لومړنيو خوراکي توکو په ځانګړې توګه اوړو بيه ٦٨ سلنه لوړه شوې ده.

سور صليب دا هم ويلي، چې د تېلو بيه ٥٥ سلنه، د ډيزلو بيه ٩٣ سلنه او د کیمیاوي سرې بيه ١٠٧ سلنه لوړه شوې ده.

د سره صليب په وينا، دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بې ساري وچکالۍ له امله ده، د غنمو په حاصلاتو کې پاموړ کموالى راغلى دى.

سور صليب ادعا کوي چې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره يو شمېر مرستندويه بنسټونو له افغانستان سره خپلې ځینې مرستې بندې کړې، چې د دولت ۷۰ سلنه لګښتونه یې جوړول، او دغه کمښت د خلکو د پېرودلو ځواک کمزوری کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان د کنګل شوي نهه میلیارده ډالرو شتمنۍ ته هم اشاره شوې ده او دا ګام یې په ټول افغانستان کې د مالي سکتور او کورنیو د کړکېچ د اصلي لامل په توګه یاد کړی دی.

د سره صليب په راپور کې د وچکالۍ اغېزې د خلکو د اقتصادي وضعيت د خرابېدو يو مهم لامل بلل شوى، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې د خوراکي توکو او اوبو د زېرمو د کمښت لامل شوى دى.

په دغه راپور کې ویل شوي چې وچکالۍ د غنمو حاصلات سخت زیانمن کړي او په ځینو سیمو کې یې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

دا د دې لامل شوی چې د لومړنیو خوراکي توکو لکه وړو بیې په چټکۍ سره لوړې شي او ډیری خلک د لومړني خوراکي توکو د اخیستلو توان له لاسه ورکړي.

د سور صليب د نړيوالې کمېټې د دغه راپور په پای کې راغلي، چې دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې له ۷۰۰۰ زيانمنو شويو کورنيو سره د دوی د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه مالي مرستې کړې دي.

په دغه راپور کې د افغانستان په نورو برخو کې هم د دغه سازمان د ورته کارونو یادونه شوې ده.