د ننګرهار غني خیلو کې چاودنې مرګژوبله اړولې؛ یوناما یې غندنه کړې

د عکس سرچینه، Social media
له ننګرهاره رپوټونه وايي، د دغه ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې دوه کسان پکې وژل شوي او له ۲۵ ډېر نور ټپیان دي.
د طالبانو ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چاودنه له یوه موټر پورې له نښلول شوي بم له امله د شیر ګړ په نامه بازار کې رامنځ ته شوې ده.
رپوټونه وايي، چاودېدونکي توکي د ولسوالۍ د روغتیا د یوه چارواکي له موټر پورې نښول شوي وو.
په غني خیلو کې د روغتیا دبرخي مشري د قاري هجرت الله په نامه د طالبانو یو غړی کوي چې په دغه پېښه ټپي شوی دی.
بي بي سي ته ویل شوي چې په دغه پېښه کې ۳۶ کسان ټپیان شوي او د ځینو حالت د اندېښنې وړ دی.
په پېښه کې د طالبانو پنځه سرتیري هم ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Taliban
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما دغه برید غندلی دی. یوناما د ټوېټر په یوه پيغام کې ویلي " په ټول افغانستان کې دې پر ولسي خلکو بریدونه سملالي ودرول شي."
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندی او دا یې د افغانستان "د سولې د دوښمنانو کاربللی دی"
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه ده اخیستی.
غني خیل د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې د تېر نظام په وروستیو کې د داعش ډلې پکې فعالیتونه درلود.



















