د ملګرو ملتونو عمومي منشي مارکس پوتزل په افغانستان کې د خپلې استازولۍ سیاسي مرستیال ګومارلی

مارکس پوتزل له دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارکس پوتزل له دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی و.
    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان لپاره د جرمني پخوانی استازی مارکس پوتزل په افغانستان کې د خپلې استازولۍ سیاسي مرستیال ګومارلی.

بلخوا د دغه سازمان د کډوالو د کمېشنرۍ مرستیالې افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په پای کې یو وار بیا د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو د محدودېدو په اړه اندېښنې شریکې کړې.

دا دواړه پرمختګونه داسې مهال دي چې پرون افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د خپلې خدای پامانۍ په وینا کې خبرداری ورکړی و چې په دغه هېواد کې د ستونزو د هوارولو لپاره داسې ښکېلتیا په کار ده چې واکمنو چارواکو ته وښيي چې داسې نظام دوام نشي کولی چې ښځې، لږکي او په کار پوه کسان په کې نه وي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان ته داسې مهال د خپلې استازولۍ نوی مرستیال ورپېژندلی چې پرون يې له دغه هېواده تلونکې پخوانۍ استازې دېبورا لاینز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو حضور داسې نښه بللې وه چې وښيي نړۍ به بیا افغانستان نه هېروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازندویه ادارې یا یوناما نوی سیاسي مرستیال مارکس پوتزل له دې وړاندې هم له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان او پاکستان ته د جرمني ځانګړی استازی او له هغې وړاندې په افغانستان کې د جرمني سفیر و.

هغه له دې وړاندې هم ۲۷ کاله د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته د بحرانونو د مدیریت د کمېشنر او په تهران کې د جرمني سفارت د اقتصادي او سوداګریزې برخې د مشرۍ په ګډون په ګڼو پوستونو کار کړی. هغه په افغانستان کې د ډنمارکۍ مېد کنوتسن پر ځای ګومارل شوی.

د ملګرو ملتونو ویندوی دفتر په یوه ټویټر پیغام کې د نوموړي ګومارنه تایید کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا یو ان اچ سي آر ویلي د دغې کمېشنرۍ مرستیالې کېلي کلېمنتس افغانستان او پاکستان ته خپل هغه سفر بشپړ کړی چې د اړمنو افغانانو او بې ځایه شویو، کډوالو او ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ برابرولو په موخه یې کړی و. هغې د خپل سفر په پای کې د افغان نجونو او مېرمنو د زده کړو په ګډون د محدودیتونو په اړه اندېښنې شريکې کړې. هغې افغان نجونو او مېرمنو ته د زده کړو د زمينې برابرول حیاتي بللي.

د یو ان اچ سي آر مرستیالې په پاکستان کې هم د افغانستان په اړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون چارواکو سره کتلي او له هغوی سره يې د افغان کډوالو ستونزو ته په پايېدونکو حللارو خبرې کړې. پاکستان دا اوس د یو نیم مېلیون اسناد لرونکو او دیارلس لکه بې اسنادو افغان کډوالو کوربه ده چې یوازې دوه نیم لکه يې له تېر اګست وروسته دغه هېواد ته ورغلي.

id

آغلې کلمنټس پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو، راستنو شوو او کډوالو لپاره د دغه سازمان د پراخېدونکي ماموریت ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره اوس شاوخوا درې نیم میلیونه کورنیو بې ځایه شویو او زیانمنونکو ته مرستې ورکوي او د روان میلادي کال له پیله یې د نږدې یو مېلیون اړمنو افغانانو ته نقدې، د ژمني ملاتړ او سرپناه په ګډون یو برخو کې مرستې ورکړې. دغه سازمان په افغانستان کې خپل فعالیت ته ۳۴۰ مېلیونه ډالره بسپنه غوښتې چې یوازې له نیمايي یو څه ډېره برخه ېې برابره شوې او د بشري مرستو د پلان لپاره يې هم د غوښتې نږدې څلور نیم میلیارده ډالره بسپنې یوازې درېیمه برخه مرسته تر لاسه کړې.