تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
متقي سره د امریکايي استازو خبرې؛ تعامل او د مذاکراتو په دوام هوکړه شوې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره تلیفوني خبرې کړي.
ښاغلي وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغو خبرو کې یې د طالبانو حکومت ته د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د پراخېدونکو محدودیتونو په تړاو د نړیوالې ټولنې لخوا د ګډ مخالفت پیغام لېږدولی دی.
هغه زیاته کړې چې ښاغلي متقي ته یې ویلي چې د اړیکو عادي کېدو برخه کې پرمختګ لپاره مهمه ده چې نجونې باید بېرته ښوونځيو ته وګرځي او ښځې د کار او سفر له محدودیتونو ازادې شي.
د امریکا ځانګړی استازی وايي د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د افغانانو ملاتړ لپاره په اقتصادي ثبات، پر ملکي اهدافو د ترهګریزو بریدونو د اندېښنو او همدا راز د طالبانو حکومت لخوا په دې وروستیو کې د ځینو مهمو بنسټونو پر لغوه کېدو هم غږېدلی.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې افغانستان کې ښځو ته د ځانګړي حجاب د جبري کېدو فرمان پر صادرولو سربېره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون د مخکیني حکومت د ځینو مهمو بنسټونو د اداري تشکیلاتو د لغوه کېدو اعلان وکړ.
د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو جرګې دارالانشا، د ولسي جرګې دارالانشا او ملي امنیت شورا د تېر حکومت هغه نور بنسټونه دي چې طالبانو یې اداري تشکیلات لغوه کړي دي.
خو د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي دا ګام حساب ورکولو لپاره د افغانانو له غوښتنې سره ټکر کې دی او باید اصلاح شي.
له دې سره افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانانو ملاتړ او د امریکا ملي ګټو لپاره به مذاکرات دوام وکړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم وايي "دواړو لوريو هوکړه وکړه چې تعامل ته به ادامه ورکوي او د پرتو ستونزو د اواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي."
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي اغلې امیري دغو خبرو کې "د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه خپل نظر او اندېښنه شریکه کړه" او د ښه والي لپاره یې د دوی د حکومت توجه وغوښته، خو ښاغلي مقتي ورته ویلي چې افغانې ښځې "د ښوونې، روغتيا، پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې په خدمت بوختې دي" او ګواکې افغان مېرمنې د حجاب په تړاو صادر شوي فرمان سره ستونزه نه لري.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دغو امریکايي استازو ته له ستونزو سره سره مالي او اقتصادي برخو کې د دوی د پرمختګونو، د امنیت د ټینګښت، د داعش د ځپلو او د نشه يي توکو د کرکیلې د بندلو برخو کې د خپلو لاسته راوړنو یادونه کړې ده.