تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پکتیا کې پر نجلۍ د ډزو پر دود بندیز؛ د طالبانو مشر هم د ودونو اړوند حکم صادر کړی
د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او طالب چارواکو د ګډې پرېکړې له مخې، دغلته پر نجونو د ډزو دود باطل اعلان شوی او عامل به یې د طالبانو حکومت له خوا ۵ میلیونه افغانۍ جریمه کېږي.
د څمکنیو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي ګل محمد یې په اړه وايي: " که څوک په کومه نجلۍ باندې ډزونه وکړي، د هغې په باره کې مو ۵۰ لکه افغانۍ جریمه وتړله او جریمه به د 'طالبانو حکومت' ته ور کوي.
هغه نجلۍ به د حکومت او قومي مشرانو په ملاتړ په هماغه کلي کې بل چا ته ودېږي او په ډزو کوونکي به بنده وي."
دغه دود کې هلک خپله یا د هغه کورنۍ غړي د نجلۍ د کور مخې ته ډزې کوي او نجلۍ نوره د ډزو کوونکو انحصاري ښځه یا دعوه ګیره انګېرل کېږي.
"پر نجلۍ ډزې ډېر کله د بدۍ لامل شي"
د ډزو په وسیله د نجونو ودولو یا د نجلۍ له کورنۍ څخه بل چا ته د هغې د نکاح کولو حق اخیستلو دود له پخوا د نجلۍ پر وړاندې د زور زیاتي یو لوی لامل ګڼل کېږي.
ډېری وختونه د نجلۍ د کور تر شا ډزې د کورنۍ او قومونو ترمنځ د دوښمنۍ سبب هم کېږي.
ملک ولي خان احمدزی له کابله د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی چې دغلته د لویې پکتیا د مېشتو کډوالو کورنیو ترمنځ پر نجلۍ د ډزو یوې تازه پېښه کې منځګړتوب وکړي او یوه حل لار ورته را وباسي. ښاغلي احمدزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د نجلۍ ورور ډزې کوونکي کس ته د نجلۍ له ور کولو انکار کړی او خبره دوښمنۍ ته ور نږدې شوې ده.
تر درې میلیونو افغانۍ ولور
له بل لوري، د سرچینو د معلوماتو له مخې په څمکنیو ولسوالۍ کې چې د ولور کچه تر ۳۰ لکو افغانیو رسېده، خو د قومي مشرانو او ځايي طالب چارواکو د نوې پرېکړې له مخې، دغلته د ولور لوړه کچه پنځه لکه افغانۍ ټاکل شوې ده.
قومي مشر حاجي ګل محمد وايي، د واده اړوند اړوند ځینې نور ځايي دودونه یې هم لغوه اعلان کړي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر خالقیار احمدزي بي بي سي ته وویل، ځايي خلک او طالب چارواکي به د دغه پرېکړه لیک له پلي کېدو کلک ملاتړ او څارنه کوي او که د هلک یا نجلۍ کورنۍ یې ترې سرغړونه وکړي، د دوی له لوري به ۶۰۰ زره افغانۍ جریمه شي.
له ټاکلې اندازې زیات ولور د طالبانو دی
ورته مهال د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د قومي مشرانو او طالب چارواکو په ګډ خپاره کړي پریکړه لیک کې د واده اړوند ځینو دودونو باندې بندیز لګول شوی او د لور لوړه اندازه یې هم ټاکلی ده.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د قومي مشرانو او ځايي طالب چارواکو د ګډې پرېکړې له مخې، د پېغلې نجلۍ ولور ۴۰۰ زره افغانۍ، په بنې د ور کول شوې نجلۍ ولور ۴۵۰ زره افغانۍ او د کونډې ولور ۲۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی.
د دې اعلامیې له مخې، که د نجلۍ کورنۍ له ټاکل شوې اندازې زیات ولور واخلي، دغه زیات اخیستل شوی ولور به د طالبانو حکومت ته ور کول کېږي.
تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو د واده اړوند ځینې ناوړو دودونو مخنیوي لپاره قومي پرېکړې شوي دي، خو په ځینو مواردو کې د حکومت د نه ملاتړ او نورو عواملو له امله دا پرېکړې د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي.
خو اوس چې د پکتیا په څمکنیو او ډنډ پټان ولسوالیو کې د قومي مشرانو په پرېکړو کې ځايي طالب چارواکو هم ور ښکېل شوي او که څوک یې له پرېکړو سرغړونه کوي، د طالبانو حکومت ته یې مالي ګټه هم شته، نو وبه کتل شي چې پایله څه راوځي.
دې پرېکړه کې چې په څمکنیو ولسوالۍ کې شوې، د ولور لوړه اندازه هم چې مخکې به تر ۳ میلیونو افغانیو رسېده، اوس ۵۰۰ زره ټاکل شوې او سرغړوونکي یې ۶۰۰ زره افغانۍ جریمه کېږي.
"په لوړو لګښتونو" له یوه د ډېرو ودنو د مخنیوي حکم
له دې ټولو سره هممهاله د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده په یوه تازه حکم کې خپل امر بالمعروف وزارت ته دنده سپارلي چې په "زیاتونو لګښتونو له بې ضرورته دویم، درېیم او څلورم واده د مسوولانو منع کولو فرمان" په جدي ډول تعقیب کړي.
په دې حکم کې دغه وزارت ته سپارښتنه شوې چې که کوم کس له دغه حکم سرغړوي نو هغه په نښه او وخت په وخت مشرتابه ته راپور ورکړي.
د طالبانو د مشر دې حکم کې نه دي ویل شوي چې (له بې ضرورته دویم، درېیم او څلورم واده) مطلب څه دی او که څوک سرغړونه کوي، څه ډول چلن به ورسره کېږي.