تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څېړنه: هند کې د ولور ورکړه له بندیز سره سره په خپل حال ده
د نړیوال بانک څېړنې موندلې چې له بندیز سره سره په تېرو څو لسیزو کې د هندوستان په کلیوالي سیمو کې د ولور ورکړه په خپل حال پاتې شوې ده.
څېړونکو له ۱۹۶۰ کال نه تر ۲۰۰۸ میلادي کال پورې ۴۰ زره ودونه څیړلي او موندلې یې ده چې سره له دې چې د ولور ورکړه په ۱۹۶۱ کال کې غیرقانوني شوه په ۹۵ سلنه وادونو کې ولور ورکړل شوی دی.
د ولور ورکړې ته ډېر ځله یوه ټولنیزه وبا هم ویل کېږي ځکه له دې سره ښځې د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې زیانمنېږي او ان له مرګ سره مخامخېږي.
په هندوستان کې له پیړیو راهیسې دود دی چې د ناوې مور او پلار د زوم کورنۍ ته په ولور کې نغدې پېسې، جامې او سره زر ورکوي.
په هندوستان کې د ولور د ورکړې په اړه د نړیوال بانک څېړنه په ۱۷ ایالتونو کې چې د ټول هېواد ۹۶ سلنه نفوس په کې اوسېږي ترسره شوې ده.
دا چې د هندوستان ډېر وګړي اوس هم په کلیوالي سیمو کې اوسېږي نو د څېړنې پام هم پر همدې سیمو ورټول و.
ډالۍ
اقتصاد پوهانو چې په دې څېړنه کې یې برخه لرله د هغو ډالیو معادل پېسې محاسبه کړې چې د واده پرمهال د ناوې د کورنۍ له خوا د زوم کورنۍ ته او د زوم کورنۍ له خوا د ناوې کورنۍ ته ورکړل شوې دي.
دوی موندلې ده چې له ''نغد ولور '' پرته چې د ناوې کورنیو ورکړی په ډېرو لږو مواردو کې د زوم کورنۍ د ناوې کورنۍ ته د ډالیو پر اخیستلو ډېرې پېسې لګولې دي.
څېړونکو موندلې چې د پېسو له پړسوب سره سره په منځنۍ کچه د نغد ولور اندازه په خپل حال پاتې شوې او د زوم کورنۍ ۵ زره هندۍ کلدارې د ناوې کورنۍ ته د ډالیو پر اخیستلو لګولې دي.
خو د ناوې د کورنۍ له خوا د زوم کورنۍ ته د اخیستل شویو ډالیو پیسو معادل بیا له دې پنځه ځله ډېر په ګوته شوی او ویل شوي چې په منځنۍ کچه د ناوې کورنۍ د زوم کورنۍ ته د ډالیو پر اخیستلو ۳۲ زره هندۍ کلدارې لګولې او ۲۷ زره کلدارې یې نغدې د زوم کورنۍ ته ورکړې دي.
هندوستان کې ودونه
- نژدې ټول ودونه بریالي وي.
- له ۱ سلنې نه کمې جوړې طلاق سره کوي.
- میندې او پلرونه د زوم او ناوې په غوره کولو کې مهم رول لري. له ۱۹۶۰ نه تر ۲۰۰۵ کال پورې څه باندې ۹۰ سلنه وادونو کې میندو او پلرونو جوړې غوره کړې دي.
- څه باندې ۹۰ سلنه جوړې له خپلو میندو او پلرونو سره ګډ ژوند کوي.
- ۸۵ سلنه هندۍ ښځې له خپل کلي بهر په نورو کلیو کې واده کوي.
په هندوستان کې د کورنیو له خوا د سپمولو پېسو ډېره برخه د لور او خور د ولور پر ورکړه لګول کېږي.
په ۲۰۰۷ کال د منځنۍ کچې ولور د یوې کورنۍ د ټول کال د عاید ۱۴ سلنه جوړوله.
که څه هم له ۲۰۰۸ کال تر اوسه ډېر بدلونونه رامنځ ته شوي خو څېړونکو موندلې چې د ولور ورکړه د پخوا په شان پاتې ده.
دغه راز په څېړنه کې دا هم په ډاګه شوې چې په عیسوي او سیک ټولنو کې د هندو او مسلمان ټولنو پرتله د ډېر ولور ورکړه دود ده.