تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال لپاره خپله ملي بودیجه اعلان کړه
د طالبانو لخوا ۱۴۰۱ مالي کال لپاره ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ملي بودیجه ځانګړې شوې چې له دې ۲۰۳ میلیارده عادي او ۲۷ اعشاریه ۹ میلیارده پراختیايي بودیجه ده.
د طالبانو د مالیې وزارته لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه ملي بودیجه د دوی د وزیرانو شورا لخوا تصویب او د ملا هبت الله اخوندزاده لخوا له تائیدېدو وروسته اعلان شوې ده.
طالبان وايي د ۱۴۰۱ کال بودیجه ېې په بشپړ ډول پر کورنیو عوایدو ولاړه ده. خو زیاتوي چې دمګړۍ ۴۴ میلیارده افغان کسر پکې شته. طالبان تمه لري د کال تر پایه به په بودیجه کې شته کسر پوره کړای شي.
د طالبانو د مالي وزارت اعلامیه کې دا وضاحت نه دی ورکړ شوی چې په عادي بودیجه کې یې کومو وزارتونو او ادارو ته څومره پیسې ځانکړې شوې دي.
همدا راز د انکشافي بودیجې په اړه هم نه دي ویل شوي چې چېرته، څنګه او پر کومو پراختیايي پروژو به لګول کېږي.
له هغې را هیسې چې طالبان واکمن شوي، په افغانستان کې د لویو پرمختیايي پروژو چارې درېدلی او یا هم ټکنۍ شوې دي.
په دغو پرژو کې د کابل ښار شمال ته څېرمه د استوګنې ښارګوټي هم شامل دي چې چارې یې له اتو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې دي.
تېر کال ملي بودیجه څومره وه؟
د طالبانو لخوا اعلان شوې ملي بودیجه د مخکیني جمهوري دولت د وروستي کال د ملي بودیجې نږدې نیمه برخه جوړوي.
د افغانستان تېر حکومت تر پرځېدو وړاندې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۷۳ میلیارده او څه باندې ۴۱ میلیونه افغانۍ ملي بودیجه د ولسي جرګې له لخوا له ځینو تعدیلاتو وروسته تصویب شوې وه.
د تېر حکومت بودیجه کې ۳۱۱ میلیارده او ۵۰۶ میلیونه افغانۍ عادي او ۱۶۱ میلیارده او ۵۳۵ میلیونه افغانۍ پراختیايي بودیجه ده.
د افغانستان د تېر حکومت د بودجې لویه برخه له بهرنیو مرستو چمتو کېده. خو طالبان اوس وايي چې د حکومت تازه بودیجه یې ټوله له کورنیو عوایدو برابره کړې ده.
د تېر حکومت د بودیجې لویه برخه پر امنیتي ځواکونو او جګړو لګول کېده.