ملګري ملتونه: افغانستان کې تېره یوه اونۍ کې له پنځوسو ډېر ماشومان وژل شوي

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په تېره یوه اونۍ کې په افغانستان کې له ۵۰ ډېرو ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

د دې ادارې د سویلي اسیا د برخې سیمه ییز مسؤل جورج لاريي ادجي وايي، تایید شوي رپوټونه ښيي چې یوازې تېره اونۍ مرګونو بریدونو افغانستان کې ۵۰ هلکان او نجونې وژلي او اندېښنه لري چې دا شمېر نور هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سویلي اسیا د برخې سیمه ییز مسؤل جورج لاريي ادجي پر خپل ټویټر پاڼه په کندوز ولایت کې د تېرې جمعې چاودنې ته په اشاره لیکلي، د سلطان سکندر په نوم جومات چاودنه کې لږ تر لږه څلور ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي چې دده په خبره ده ټپیانو وضعیت خواشینونکی دی.

د نوموړي اشاره هغې چاودنې ته ده چې تېره جمعه د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه جومات کې وشوه چې لږ تر لږه ۳۳ کسان پکې ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

ښاغلي اډجي زیاته کړې، یوازې تېره اونۍ په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په پېښو کې څه باندې ۵۰ هلکانو او نجونو خپل ژوند بایللی دی.

هغه وايي، لکه څنګه چې دغه راپورونه تایید شوي، داسې اندېښنه شته چې د قربانیانو شمېر لا نور لوړ شي.

د یونیسف دغه چارواکی د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي هم کړې ده.

يونېسف تېره اونۍ هم پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بمباریو کې د ماشومانو پر وژلو خواشیني ښوولې ده.

دغې ادارې تائید کړې چې په خوست او کونړ ولايتونو کې د تېرې اونۍ د شنبې ورځې د هوايي بريدونو له کبله په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي، دي چې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان په کې شامل دي.

يونېسف ویلي و چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی، په هر ډول چې وي، باید ودرېږي او له ټولو خواوو يې په کلکه غوښتنه کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې ولسي وګړو او ملکي زیربناوو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او تل د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره چې هر څه په وس کې وي ترسره کړي.