تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوهنتونو کې د هلکانو او نجونو بېلې ورځې، استادان وايي غيرمعقوله طرحه ده
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې د طالبانو حکومت په کابل او پولي تخینک پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو لپاره ورځې بېلې کړې دي.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، دا پرېکړه یې د جنسیتي"اختلال" مخنیوي لپاره پوهنتونونو کې کړې ده. خو د کابل پوهنتون یو شمیر ښوونکو او محصلانو له بي بي سي پښتو پاڼې سره په خبرو کې د طالبانو نوې طرحه "غیر معقوله" بللې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمد تقي وايي:"د کابل پوهنتون د علمي شورا د وړاندیز په بنسټ د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړه وکړه چې د کابل پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون درسي ورځې به درې ورځې د ذکور او درې ورځې به د اناثو لپاره وي."
د نوموړي په ټکو نوې طرحه به یې عملي کار او د ښوونکو څېړنو لپاره ښه فرصت برابر کړي، خو د کابل پوهنتون یو شمېر استادان چې نه غواړي نوموونه یې واخیستل شي، وايي د طالبانو نوې پرېکړه "له تعلیمي نصاب سره هیڅ اړخ نه لګوي."
د طالبانو د نوې طرحې له مخې به نجونې پر شنبه، دوشنبه او چهار شنبه پوهنتونو ته ځي او هلکان به یکشنه، سې شنبه او پنج شنبه پوهنتونونو کې درسونه وايي.
ښاغلي احمد تقي بي بي سي ته وویل، دا طرحه په نورو دولتي پوهنتونو کې هم پلې کېږي، خو وايي پیل یې په کابل کې له دوو پوهنتونونو کړی دی.
دې وړاندې په دولتي پوهنتونونو کې هلکان او نجونې د درسي ورځو په بېلابېلو وختونو کې زدکړو ته تلل خو ښاغلی تقي وايي، د ساعتونو د کمښت له کبله زدکوونکو په سمه توګه زدکړې نه شوی کولی.
د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو د یو ځای زده کړو مخالف دي او یو دلیل همدا و چې د واک نیولو په لومړیو میاشتو کې پوهنتونونه بند کړل.
د پوهنتونونو له پیل سره یې هلکانو او نجونو ته د ورځې بېلابېل وختونه وټاکل خو اوس یې په اوونۍ کې ځانګړې ورځې ورته ټاکلې دي.
د کابل پوهنتون یو بل استاد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي:"دا طرحه د تعلیمي نظام په تشکیل او جوړښت باندې د نابودۍ یو ګزار دی."
د کابل پوهنتون دغه استادان وايي، درسي ساعتونه د زدکړې سیستم اړتیا ته په کتو برابر شوي او د نوې طرحې له مخې خپل درسي کتابونه نه شي بشپړولی.
د طالبانو په نوې طرحه کې درسي ساعتونه له سهار اتو پیلېږي او ما سپښين درې بجې به پای ته رسېږي چې په منځ کې یو ساعت لنډه دمه هم پکې راوړل شوې ده.
بلخوا د کابل پوهنتون زده کوونکي هم نوې طرحې ته اندېښمن دي.
د کابل پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي:" دا پر موږ درسي فشار ډېروي، په دې مانا چې د دوو ورځو درس په یوه ورځ کې وویل شي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې پوهنتونونو کې یې زدکوونکي له سختو شرایطو سره مخامخ کړي، ترڅنګ یې له تېرو څه باندې ۲۰۰ ورځو را هیسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راګرځولي دي.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو دې سخت چلند په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه را پارولي دي.