تامس وېسټ: هیله لرو چې طالبان به د نجونو د زدکړو په اړه خپله پرېکړه ژر بدله کړي

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی تامس وېسټ وايي دوی هیله من دي چې طالبان به راتلونکو ورځو کې د نجونو د ثانوي زدکړو په اړه پر خپله وروستۍ پرېکړه بیا غور وکړي او ټولو نجونو ته به ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

ښاغلي وېسټ د شنبې پر ورځ قطر کې د 'دوحه فورم' په نامه یوې نړیوالې ناستې ته وویل: "زه هیله من یم چې موږ به راتلونکو ورځو کې د دې پرېکړې (د نجونو په ثانوي زدکړو د بندیز) د بېرته اخیستو شاهدان و اوسو."

هغه زیاته کړې "کله چې تېر اکتوبر کې طالبانو سره د لیدنو لړ کې بیا کیناستو، نو یوه غوښتنه یې راته مخې ته کېښوده. لطفآ زموږ ملکي کارکوونکي بېرته کار ته وګرځوئ - یوه ستره کتله، ۵۰۰ زره کسان."

ښاغلی وېسټ وايي دوی هم (طالبانو سره د کار) پیل لپاره یو منطقي ټکي ته اړتیا درلوده، نو د نوموړي په وینا د زدکړو سکتور یوه داسې برخه وه چې نړیوالې ټولنې ته یې اهمیت درلود.

د امریکا ځانګړی استازی وايي دوی هم هغه مهال طالبانو ته ځینې غوښتې مخې ته کېښودې.

ښاغلی وېسټ زیاتوي: "لومړی دا چې نجونې او مېرمنې به د هېواد هره برخه کې د هرې کچې زدکړې وکړای شي. موږ له طالبانو د جمهوریت د مهال پرتله لوړ کیفیت نه غوښت. خو غوښتل مو راتلونکی نسل وګوري چې د هېواد هره برخه کې نجونې او مېرمنې زدکړې کولی شي."

څارونکی میکانیزم او کارنده درسي نصاب هغه نورې غوښتنې دي چې ټامس ویست وايي دوی له طالبانو کړې وې.

په ورته وخت کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ پخوانۍ مرستیالې حسنا جلیل، د افغان سرې میاشتې پخوانۍ رئیسي فاطمه ګیلاني او د سولې د نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم 'دوحه فورم' ته خبرې کړې.

اغلې جلیل دې ناستې ویلي افغانستان کې تېر شل کاله د بهرنیو ځواکونو او نړیوالې ټولنې حضور ځکه د وخت ضیاع نه وه چې په دې موده کې داسې نسل وده وکړه چې اوس د افغانستان دوه پر درېمه برخه جوړوي.

هغې وويل د افغانستان نوی نسل خوشبین، لوستي، ښې او خوندې راتلونکې ته هیله من دی.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ بیا وايي، تر هغې چې طالبانو د "ښځو او نجونو بشري حقونه" نه وي منلي، نړۍ دې یې په رسمیت نه پيژني. اغلې یوسفزۍ دغه څرګندونې د "دوحه فورم" په نامه نړیواله ناسته کې کولې. دغه ناسته چې قطر کې روانه ده، د نړۍ بېلابیلي مشهورې څېرې پکې بحثونه کوي.

یاده دې وي چې د جمعې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي وو، د ښاغلي وېسټ په مشرۍ دوحه کې له طالبانو سره کېدونکې خبرې لغوه شوې دي.

امریکایانو دا پلان شوې خبرې وروسته له هغه لغوه کړې چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د خپلو پخوانیو څرګندونو او ژمنو خلاف اعلان وکړ چې د 'اسلامي حجاب او نورو شرایطو په اړه تر وروستۍ پرېکړې به د نجونو منځني ښوونځي بند پاتې وي'.

د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه پراخ او توند غبرګونونه را وپارول او د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او ګڼو نورو نړیوالو ادارو لخوا یې غندنه وشوه.