په بلخ کې نږدې دوه کاله مخکې تښتول شوی ماشوم عبدالرووف ازاد شو

د ویډیو تشریح، بلخ کې تښتول شوی ماشوم ازاد شوی
د خپرېدو وخت

په بلخ ولایت کې د طالبانو ځايي چاروکو یو ماشوم کورنۍ ته سپارلی، چې نږدې دوه کاله مخکې له مزار شریف ښاره تښتول شوی و.

د طالبانو رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په بلخ کې د یوې غونډې پر مهال ۱۱ کلن عبدالروف خپلې کورنۍ ته وسپاره.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې دا ماشوم چېرته او څنګه د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی.

طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق که څه هم په دې تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل چې د عبدالروف د تښتونې په تور ځینې کسان نیول شوي خو دا یې ونه ویل چې نیول شوي څوک دي.

ښاغلی وثیق چې عمومي غونډو کې لږ لېدل کېږي، افغانستان کې وروستیو پرله پسې چاودنو او بریدونو ته په پام ویل: "هغوی به وځپو چې د نظام [د طالبانو حکومت] پرضد راپورته کېږي."

د افغانستان د شمال په ځینو ولایتونو او کابل کې ورستیو چاودنو خلک اندېښمن کړي او باور دا دی چې طالبان هڅه کوي دغه ډول پېښې کم ارزښته وښيي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ماشوم عبدالروف د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او کورنۍ ته سپارل شوی دی. نوموړی زياتوي چې "د دغه ماشومو د ژغورلو لپاره له تېرو شلو ورځو راهيسې عمليات روان وو چې د ده په وينا د يو شمېر تښتوونکو له وژل کېدو او نيول کېدو وروسته وژغورل شو."

وثیق

د عکس سرچینه، Rta

عبدالروف د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر وروستیو کې چې نهه کلن و، د ښوونځي پر لار تښتول شوی و.

پلار یې 'محمد نبي' وروسته رسنیو ته وویل چې تښتوونکو ترې د زوی د خوشې کېدو بدل کې یو نیم میلیون ډالر غوښتي.

د عبدالروف تښتوونکو د نوموړي داسې تصویرونه خپاره کړي وو، چې ماشوم په ځنځیرونو تړلی پکې ښکارېد او پر خواله رسنیو دې تصویرونو خورا پراخ غبرګونونه پارولي وو.

له دې پېښې وروسته په بلخ کې پراخ لاریونونه شوي وو، پر ځايي چارواکو نیوکې کېدې چې د ماشوم په ازادۍ کې پاتې راغلي.

لاریونیانو د بلخ ولایت مخې ته اعتراضیه خېمې ووهلې او دې ښار ته یې د تګ راتګ لارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې.

د هغه وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني ځايي چارواکو ته ضرب الاجل هم ټاکلی و، چې باید ماشوم عبدالروف د تښتوونکو له منګولو وژغوري، خو امنیتي چارواکي په دې چاره نه و بریالي شوي.

هغه مهال امنیتي چارواکو ویلي چې ګواکې دغه ماشوم د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ایستل شوی.

تښتونکو څو ځله د دې ماشوم غږیز پیغامونه هم کورنۍ ته ور استولي وو چې له خپل پلار څخه یې د خلاصون غوښتنه پکې کوله.