په افغانستان کې بېوزلي او د ژوندي پاتې کېدو هڅې

- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي - کابل
- د خپرېدو وخت
پنځه کلن ماشوم فضل الرحمان په مرۍ کې تومور لري چې څلورمې درجې ته رسېدلی او افغان ډاکتران یې د کیموتراپۍ له لارې د ژوند اوږدولو هڅې کوي.
دا ماشوم د کابل جمهوریت روغتون د سرطان درملنې په هغه څانګه کې بستري دی، چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره او وسایل یې کم دي.
دا روغتون په افغانستان کې د سرطان درملنې له ایله درې فعالو مرکزونو یو دی.
په دې روغتون کې انسان د مرستو اغېز برالا ویني، خو دا هم ورمعلومېږي، چې ولې نورو مرستو ته اړتیا لېدل کېږي.
په داسې حال کې چې د مهمو روغتیايي مرستو برخه کې د نړیوال سره صلیب په همکارۍ درملنه بې پیسو ده، خو بیا هم ناروغان اړ دي، تر یوه بریده درمل په خپلو پیسو واخلي.
د افغانستان اقتصاد پر دې هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې مخ پر ځوړ دی او د ناروغ ماشوم د پلار عبدالباري لپاره چې د هېواد په لوېدیځ کې یو کروندګر دی، د سل ډالرو موندل هم اسانه چاره نه ده.
عبدالباري راته وویل: ''هر څوک مې چې پېژندل دلته د راتګ او بیا د اوسېدو ځای کرایه کولو لپاره مې ترې پیسې پور کړې. ''
مخکې د افغانستان عامه خدمتونو برخه کې نژدې ۷۵ سلنه لګښت له بهرنیو مرستو پوره کېده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم بشري مرستې روانې دي، خو بهرنۍ حکومتي او د مالي ادارو له لوري ورکول کېدونکې پیسې بندې شوې دي، د افغانستان نژدې نهه میلیارده شتمنۍ کنګل شوې، چې له کبله یې په افغانستان کې پانګه او نغدې پیسې هم ورسره لږ شوې دي.
همدا تېره اونۍ د نړیوال بانک یوه رپوټ کې خبرداری ورکړل شو، چې د افغانستان نفوس له دریېمې برخې ډېر خلک اوس نه توانېږي، د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسې پیدا کړي.

د سرطان درملنې څانګه کې د بستري ۵۰ کلنې تخارۍ ناروغې مزاریې په څېر کسان مجبور دي، هر هغه څه چې لري، د دې لپاره وپلوري چې د هغو دارو درملو لګښت پرې پوره کړي، چې مخکې بې پیسو دغه ډول ناروغانو ته ورکول کېدل.
دې راته وویل: ''څه وکړو؟ کروندګر خلک یو... یوه غوا او یو خر مو درلودل، خرڅ مو کړل، زما له وروڼو مو پور کړی و، د مېړه له خپلوانو او ګاونډيانو مې پیسې پور کړې وې. ''
ډاکتر منوچهر چې د سرطان درملنې څانګې مشر دی راته وویل، ځینې وختونه د روغتون ډاکتران د ډېرو بیوزلو درملو لپاره پیسې سره ټولوي، خو په خبره یې ''له بده مرغه دومره ډېرې پسې موږ هم نه لرو. ''
رښتیا خو دا دي چې د ده بودیجه صفر ته رسېدلې.
روغتون یې لا هم ځکه فعال دی، چې ای سي ار سي د معاشونو او یو څه درملو لپاره مالي مرسته کوي.
برعکس دوی د عامې روغتیا له وزارته تېر کال یو میلیون ډالر ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لړ کې د څلور میلیاردو ډالرو غوښتنه کوي، له دوه میلیاردو ډالرو د یو څه زیاتې مرستې ژمنې یې ترلاسه کړې دي.

خو بل لور په افغانستان کې د اړتيا کچه داسې حد ته رسېدلې، چې ان ځینې کورنۍ د خوړو موندلو او ژوندي پاتې کېدو لپاره له مناسب عمره مخکې لوڼې ودوي.
مرستندویان او دیپلوماتان پوهېږي چې له بنسټیزو اړتیا وړ سملاسي مرستو ورهاوخوا هم افغانستان د خوندي راتلونکي لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.
بل لور په داسې حال کې چې د پرمختیايي بودیجې زیاتولو او له کنګل حالته د افغانستان شتمنیو رایستلو لپاره په نړیواله ټولنه کې هڅې کېږي، طالبان لا پسې سخت دریځي کېږي.
داسې وېره په زیاتېدو ده، چې د هېواد ډېرو برخو کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز دوام به مرستندویان د مالي مرستې برخه کې نور هم زړه ماتې کړي او له همدې کبله به تر ټولو زیات ناتوانه کسان اغېزمن شي.

د کابل ختیځ کې مو د بې ځایه شویو خلکو یو پنډغالی ولید.
هلته مېشت کسان له جګړو تښتېدلي وو، اوس هغه جګړه پای ته رسېدلې، خو دوی دا توان نه لري، چې اوس بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي یا یې ودانې کړي.
دلته ماشومان په یوه داسې ټولګي کې سره راټول وو، چې خلکو خپله جوړ کړی.
نژدې یو دولتي ښوونځی شته، خو ۱۲ کلنه پروانه وايي، د هغه ښوونځي لپاره کالي نه لري او نژدې درې کاله کېږي چې هغه ښوونځي ته نه ده ورغلې.
دې راته وویل:
''ژوند مو لا پسې سخت شوی، مور مې د خلکو کالي وینځي، خو خواړه مو نه شي پوره کولای او اوس خو ناروغه هم ده. ''
بل خوا د کابل ډېری نانوايي ګانو مخې ته د ښځو او ماشومانو کوچنۍ ډلې تر سترګو کېږي چې په دې هیله ناست وي، ګوندې څوک یوه، دوې ډوډۍ ورکړي.

د ښار شمالي برخې پر یوه سړک مو داسې نژدې سل کسان ولیدل چې د یوې خیریه ټولنې لخوا د وچې ډوډۍ مرستې ته یو ځای شوي وو.
د مایوسۍ وضعیت داسې و چې ځینو خپلې تذکرې زموږ مخې ته په دې هیله ونیوې، چې ښايي موږ مرستندویان یو او ګوندې د دوی نومونه به د مرستو په کوم لیست کې ثبت کړو.
یوه راته وویل: ''چې مرستې نه راسره کوئ، نو بیا د څه لپاره دلته راغلي یاست؟ ''
یو بل بیا هغه وخت چې ترې روانېدو راپسې غږ کړل، ''ماشومان مې کله ډوډۍ ومومي او کله وږي پاتې شي. ''




















