طالبانو د کورنیو خیریه ټولنو له مشرتابه غوښتي چې هېواد ته ستانه شي او یا دې نوي کسان وټاکي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت له افغانستانه بهر د ټولو کورنیو نادولتي موسسو له مدیره هیئت او ټولو اجرایوي غړو غوښتي چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پوري دې یا هېواد ته ستانه شي او یا دې د خپلو بنسټونو لپاره نوي کسان وټاکي.
په دې اړه ددوی په لیک کې راغلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ځينو کورنيو نادولتي موسسو مسوولين بهر ته تللي او دې کار ددغو بنسټونو کاري بهير او د نادولتي موسسو د فعاليتونو د همغږۍ اداره له ننګونو سره مخ کړې ده.
د طالبانو د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:
''د هغه مکتوب موخه چې د کورنیو ناودولتي موسسو په نامه استول شوی دا ده چې د دې بنسټونو کارونه منظم او د ټګۍ، برګۍ مخه ونیول شي. په دا وروستیو کې یو شمېر بېلګې تر سترګو شوې، ځکه د لاسلیکونو لویه برخه په برېښنايي توګه سکین کېدله او د دې بنسټونو رئیسان او مرستیالان په بهر کې وو. دغه راز د دوی بانکي حسابونه او مالیې هم له ستونزو سره مخامخ وو. ''
ښاغلی نظري وايي، د دې لپاره چې د ګډوډۍ مخه ونیول شي، دا لیک یې د نادولتي موسسو په نامه استولی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي، چې د قانون له حکمونو او د نادولتي موسسو د کاري طرزالعملونو له مخې، د کار په ساحه کې د اجرائیوي غړو او د بورډ د رییس په ګډون د بنسټونو د مهمو غړو شتون اړین دی.
تېرو دوو لسیزو کې سلګونه کورنۍ او بهرنۍ خیریه موسسې په افغانستان کې فعالې وې، چې زرګونه خلکو ته پکې د اوږد او لنډ مهاله کارونو شونتیا برابره شوې.















