زابل کې څاه ته لوېدلی ماشوم "حیدر" وفات شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو تایید کړه، چې په زابل ولایت کې څلور ورځې مخکې د یوه کلي څاه ته لوېدلی ماشوم "حیدر" مړ شوی دی.

مرستندویان له پرلپسې هڅو وروسته وتوانېدل د جمعې ورځې پر ماسپښین حیدر ته ورسېږي.

په زابل کې یوه ځايي خبریال بي بي سي ته وویل، له څاه د رایستل کېدو پر مهال شپږ کلن حیدر ساه نه اخیسته.

مرستندویان وايي، د پنجشنبې له ماسپښین راهیسې په څاه کې د ماشوم غږ نه اورېدل کېده.

مرستندویانو ماشوم ته د رسېدو لپاره د هغه څاه په څنګ کې چې هغه پکې ایسار پاتې و، یوه ژوره وکېندله او په پام کې وه، چې له راایستل کېدو سملاسي وروسته به د درملنې لپاره په چورلکه کې پلازمېنې کابل ته ولېږدول شي.

د زابل پولیسو ویاند ذبیح الله جوهر له اې ایف پي خبري اژانس سره په خبرو کې په دې هکله وویل:

''کله چې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل، لومړۍ څو دقیقې یې ساه اخیسته، روغتیا پالانو اکسیجن هم ورکړل، خو کله چې ډاکترانو چورلکې ته لېږداوه، ساه یې ورکړه. ''

ماشوم حیدر په لومړي سر کې د پنځه ویشت متره ژورې څاه تل ته لوېدلی و، ازادانه خوځښت یې کولای شو، خو د ژغورنې لپاره یې د یو ځای شویو کسانو لخوا د پړي په وسیله د راایستلو هڅې وضعیت لا پسې پېچلی کړ.

ماشوم د څاه له تله لس متره پورته په یوه داسې ځای کې ایسار پاتې شو، چې خورا تنګ و.

په همدې حالت پر ماشوم ۳۰ ساعته تېر شول، چې بیا مرستندویان تر هغه ورسېدل خو د څاه نیمايي کې له ایسارېدو وروسته مرستندویان و نه توانېدل هغه ته خواړه یا اوبه ورسوي.

پرون څو سرچینو بي بي سي ته ویلي و چې د ماشوم حیدر روغتیايي وضعیت په خرابېدو دی.

ځايي روغتیاپال ډاکتر وزیر احمد درمان چې د حیدر د ژغورنې چارو کې ښکیل و، تېره شپه ناوخته له بي بي سي سره په دې هکله مرکه کې وویل، ماشوم له پرون غرمې راهیسې نه خوراک کړی او نه یې هم کوم خوځښت لیدل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې د حیدر د مړینې تایید تر څنګ ویلي، ''د حیدر مور اوپلار، کورنۍ او ټولو هغو هېوادوالو ته د زړه صبر او اجرونه غواړو چې د ژغورنې په هڅو کې بوخت وو. ''

د یادونې ده، چې دغه ماشوم د زابل له مرکز کلاته ۱۵ کیلومتره لېرې یوه کلي کې نژدې ۳۰ متره ژور څاه ته لوېدلی و.

د زابل پر مرستدویانو سربېر له کندهاره هم د پېښې ځای ته درانه ماشینونه لېږدول شوي وو، چې د څاه په څنګ کې د کېندنو له لارې یې په څاه کې ایسار ماشوم ته لار موندلو هڅې کولې، خو نن جمعه په ناکامۍ پای ته ورسېدې.

د ژغورنې د دغو عملیاتو د څار لپاره د طالبانو د حکومت دفاع وزیر او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم سیمې ته ورغلي وو.