پاکستان پوځ: له افغانستانه د وسله والو راوښتو مخنیوي لپاره مو عملیات پراخ کړي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاکستان اداعا وي چې وسله وال د افغانستان له خاورې ور اوړي
د خپرېدو وخت

پاکستان پوځ وايي، د ډېورنډ کرښې اوږدو کې یې له افغانستانه د وسله والو بریدګرو وراوښتو مخنیوي لپاره عملیات پراخ کړي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو په وینا تېره یوه میاشت کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پالو په بریدونو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

د چارواکو په وینا تېره چهارشنبه په بلوچستان ایالت کې یو دغه ډول برید شوی.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه پاکستاني پوځي چارواکي له قوله چې د ډېورنډ کرښې په شاوخوا کې له روانو پوځي عملیات خبر دی ویل شوي:

"موږ پاکستان ته د رااوښتو وسله والو بریدونو مخنیوي لپاره د استخباراتي رپوټونو پر بنسټ عملیات پراخ کړي دي. "

د رویټرز په رپوټ کې د یوه بل پاکستاني چارواکي له قوله هم ویل شوي، چې پاکستان هوډمن دی، " پخوانۍ قبایلي سیمې تر مرکزي حاکمیت لاندې راوالي او د (ډېورنډ کرښې اوږدو کې) د اغزن تار غځولو له لارې تګ راتګ له مشخصو لارو تر منظمې څارنې لاندې روالي. "

له دې مخکې پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، هغه کسان باید تعقیب شي، چې له پولو هاخوا ترهګري سره مالي مرسته کوي، ملاتړ یې کوي او کوربتوب یې کوي.

په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان استازي عمر صدیقي وویل، ملګري ملتونه باید باوري کړي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد بریدونه نه کېږي.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستانه د لږ تر لږه دریو "ترهګرو" ډلو وسله وال پاکستان ته د بریدونو لپاره اوړي.

بل لور د طالبانو دفاع چارسمبالي وزیر محمد یعقوب د افغانستان له ملي ټلویزیون سره خبرو کې وویل: "تر اوسه مو د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د اغزن تاز غځولو اجازه نه ده ورکړې او په راتلونکي کې چې اسلامي امارت هر ډول پرېکړه وکړه، هماغسې کوو، خو د اوس لپاره اجازه نه ورکوو.