تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم ژغورنې هڅې روانې دي
د زابل ولایت په جلدک سیمه کې د شپږ کلن ماشوم حیدر ژغورنې چارې لا هم روانې دي، چې درې ورځې مخکې یوه څاه ته لوېدلې.
دا پېښه د ولایتي مرکز کلات په پینځلس کېلومترۍ کې شوې.
د ژغورنې د دغو عملیاتو د څار لپاره د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم سیمې ته ورغلي و.
د ماشوم عمر پنځه کاله او څاه شاوخوا دېرش میتره ژوره ښودل شوې ده. ځايي رواغتیا پال ډاکټر وزیر احمد درمان له بي بي سي سره په دې هکله مرکه کړې.
ښاغلي درمان سره دا مرکه د شپې په دوو بجو هغه مهال وشوه چې تازه د پېښې له ځايه راستون شوى و.
نوموړی وايي:
''تر اوسه ماشوم له څاه نه دی راایستل شوی، انشاالله څو راتلونکو ساعتونو کې به مرستندویان ماشوم ته ورسېږي. د ماشوم د روغتیا په هکله تر اوسه کره معلومات نه لرو. ''
ډاکتر درمان وايي، ماشوم له پرون غرمې راهیسې نه خوراک کړی او نه یې هم کوم خوځښت لیدل شوی دی.
ډاکتر درمان د مرستندویانو له قوله وايي، چې ماشوم ته نژدې شوي، خو خاوره ډبرینه ده، چې له کبله یې د دوی پرمختګ سوکه پر مخ ځي.
د پژواک خبري اژانس په رپوټ کې د زابل اطلاعاتو او کلتور رئیس شرافت ویاړ له قوله ویل شوي، چې مرستندویان له پرلپسې کېندنو وروسته په څاه کې ایسار ماشوم ته یو متر نژدې رسېدلي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، مسلکي او روغتیايي ډلې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
له کندهار ولایته هم د پېښې ځای ته درانه ماشینونه لېږدول شوي، چې د څاه په څنګ کې د کېندنو له لارې په څاه کې ایسار ماشوم ته لار وموندل شي.
له دې مخکې څو سرچینو بي بي سي ته تایید کړه چې د افغانستان سويل زابل ولايت کې د هغه ماشوم چې یوه ژور څاه ته لوېدلی دی وضعیت په خرابېدو دی.
یو ځايي خبریال بي بي سي ته وویل، د ماشوم روغتیايي وضعیت ښه نه دی او تېره شپه د څاه له تل نه راکش کړای شوی چې اوس په مینځ کې په یوه تنګ ځای کې بند پاتی دی.
ډاکتر درمان هم مني چې د څاه په نیمايي کې د ماشوم بند پاتې کېدو له کبله د هغه روغتیايي وضعیت له خطر سره مخامخ دی.
د زابل د اطلاعات او کلتور ریاست یوه چارواکي هم له بي بي سي سره په خبرو کې ویل چې ماشوم له حرکته لوېدلی او د څاه په منځ کې بند پاتی دی.
د دغه چارواکي په وینا له پاسه ځیني وسایل پر ماشوم لوېدلي دي خو د ژغورنې چارې یې دوام لري.
دغه خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې په مراکش کې هم دې ورته يوه پېښه کې پنځه کلن ماشوم ژور څاه ته لوېدلی و چې له څلورو ورځو ژغورنې هڅو وروسته مړ را وايستل شو.