د "کوچني ریان" د جنازې مراسم تر سره شول

د خپرېدو وخت

د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په مراکش کې ۳۲ متره ژور څاه ته د لوېدلي پنځه کلن ریان ژغورنې هڅو په نړیواله کچه د رسنیو پام ځانته کړ.

د دوشنبې پر ورځ د دې ماشوم په جنازه کې سلګونو کسانو ګډون کړی و، چې په کلي کې یې ادا شوه.

رپوټونو کې ویل شوي، د ریان جنازې ته دومره خلک راغلي و، چې د غره لمنې کلي په هدیره کې ټول نه ځاییدل.

یوه ځايی کلیوال رویټرز خبري اژانس ته وویل:

''عمر مې له پنځوس کالو ډېر دی، خو تر اوسه مې یوه جناره کې دومره ډېر خلک نه دي لیدلي، زیان زموږ ټولو اولاد و. ''

د شنبې پر ورځ چې ریان له څاه راوایستل شو، هلته ولاړو خلکو ډېره خوښي څرګنده کړه، خو وروسته بیا زړه ماتونکې شېبې وې، چې اعلان وشو د ریان ژغورنې هڅې ځنډنۍ شوې او هغه مړ شوی دی.