تامس وېسټ: د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره باید د افغانانو ترمنځ پراخې مشورې وشي

د عکس سرچینه، U.S. Special Representative Thomas West/twitter
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تامس وسټ وايي د "افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه باید د افغانانو ترمنځ پراخې مشورې وشي". نوموړي طالبانو ته له افغانستانه د "راغلو پلاوو پيغام عاجل او قانع کوونکی" بللی.
تامس وېسټ ویلي د خبرو د دې بهیر دوام غواړي او هیله لري چې د " ښځو او نارینه وو په شمول دا پراخ ګډونه خبرې به دوام وکړي".
په ناروې کې له طالب استازو له لیدنې دوه ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ په یوه تفصیلي اعلامیه کې ټېنګار کړی چې " په زوره نیونې باید پای ته ورسېږي، بشري حقونه باید خوندي شي او په ټول افغانستان کې په ټولو کچو کې له خنډ پرته نجونو ته د زدکړې حق ورکول باید تر ټولو مهم لومړیتوب وي".
په ناروې کې له طالب استازو سره خبرې د تېرې پنجشنبې پر ورځ پیل شوې وې او پر یکشنبه پای ته ورسېدې. طالبانو دا خبرې مثبتې بللي او ژمنه یې کړې چې راتلونکی پسرلی به ټولې نجونې وکولی شي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.
دې غونډه کې افغانستان کې پر بشري حقونو، بشري ناورین، د نجونو پر زدکړې، د ښځو پر کار او نورو اړونده مسلو خبرې وشوې. د ناروې د کډوالو ادارې مشر له دې غونډې وروسته بي بي سي ته ویلي وو چې د ښځینه فعالانو د نیولو برخه کې طالبانو خپل دریځ کې لږ نرم والی وښود، خو نړیوالې ټولنې ته یې پیغام دا و چې دوی دې افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي او فعالیت دې لا پراخ کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي په خپل بیان کې چې نن (پنجشنبه جنورۍ۲۷مه) ناوخته خپور شو ویلي، "اوسلو کې یو ښکاره پیغام دا و چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې ښکیله پاتې شي. بشري ناورین او د اقتصاد ناهیلی وضعیت بشپړه توجه او په زړورتیا کار غواړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
تامس وېسټ زیاته کړې چې د اوسلو ناسته کې یې له طالبانو سره راتلونکي پسرلي کې د ښوونځیو پرانېستلو ته پر چمتوالي، امنیتي وضعیت، له داعش-خراسان ډلې سره د طالبانو مبارزې او د زورزیاتي په کارولو د نیونو په اړه د امریکا ژورې اندېښنې په ډاګه کړل شوې.
فعالان وايي طالبانو لږ تر لږه دوه مېرمنې چې د کابل په وروستیو لاریونونو کې برخه اخستې له خپلو کورونو په زوره وړي او لادرکه دي. خو طالبان وايي دا مېرمنې یې نه دي نیولي.
طالبانو تېره اونۍ د مېرمنو په ګډون هغه څلوېښت تنه هم ونیول چې بهر ته د تګ لپاره د مزار شریف ښار په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو.
د امریکا ځانګړي استازي ټېنګار کړی چې امریکا به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې بیا افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي او امریکا او نور هېوادونه ونه ګواښي.
دا لومړی ځل وو چې طالب استازو له واک تر ګوتو وروسته په یوه ازاده فضا د افغانستان د مدني ټولنې له استازو او سیاستوالو سره وکتل. او لومړی ځل وو چې د طالبانو پلاوي اروپا ته سفر وکړ او د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره یې وکتل.



















