تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کردانو په مشرۍ ځواکونه وايي، سوریه کې یې د هغه زندان کنټرول ترلاسه کړی چې داعش نیولی و
د کردانو په مشرۍ ملېشه ځواک وايي، د سوریې په شمال ختیځ کې یې د هغه زندان بشپړ کنټرول بېرته ترلاسه کړی چې شپږ ورځې مخکې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) وسله والو ولکه کړی و.
د سوریې دیموکراتیک ځواک (اېس ډي ایف) چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''د الحسکه ښار غویران زندان کې ټول داعشي ترهګر تسلیم شوي دي. ''
له تېرې سې شنبې شپې راهیسې چې داعش وسله والو د دې زندان ماتولو هڅه پیل کړه، د رپوټونو له مخې تر اوسه پورې نزدې ۱۸۰ کسان په نښتو کې وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو څار سازمان فعالان وايي، وژل شویو کې ۱۲۴ زندانیان، داعش وسله وال، ۵۰ پولیس، اېس ډي ایف جنګیالي او د زندان ساتونکي شامل دي.
د بشري حقونو څار دغه سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی د چهارشنبې پر ماسپښین وویل، اېس ډي ایف ځواکونو تر ډېره بریده د زندان کنټرول ترلاسه کړی، خو خبرداری ورکوي په هغو خونو یا برخو کې ښايي اوس هم داعش وسله وال پټ وي چې تالاشي شوې نه دي.
داعش وسله والو تېره سې شنبه د زندان دېوالونه د باروتو په چاودنو ونړول او زندان ته له ننوتو وروسته یې هلته د ۴۰۰۰ زندانیانو له منځه ځینې نارینه له ځان سره ملګري کړل.
اېس ډي ایف ځواکونو بیا د ملګرو ملېشو او امنیتي ځواکونو په ملګرتیا د زندان کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره د جنګي الوتکو، هیلیکوپترونو او زغروالو ګاډو په مرسته پر زندان یرغل وکړ.
اېس ډي ایف ملېشه ځواک له داعش سره له جګړې وروسته د دې ډلې اړوند ۱۲ زره سړي او هلکان د سوریې په شمال او ختیځ کې داسې زندانونو کې ساتي چې ګڼه ګوڼه پکې له کچې زیاته ده.
دې سره په ځینې کمپونو کې تر ۶۰ زرو پورې ښځې او ماشومان هم ساتل کېږي. په سوریه کې له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې داعش وسله والو ماتې خوړلې، پر پر غویران زندان برید د دې ډلې تر ټولو لوی برید دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د زندان پر سر دې نښتو کې څومره داعش غړي تښتېدلي دي. داعش ډلې ادعا کړې چې اته سوه کسان یې خوشي کړي، خو اېس ډي ایف ځواکونه بیا وايي، هغه ډېری کسان یې بېرته نیولي چې د برید ترڅ کې تښتېدلي وو.