تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر: د کابل په خوښه به د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د اغزن تار غځولو پروژه بشپړه شي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې به د اغزن تار غځولو پروژه ''د کابل په خوښه سرته ورسول شي. ''
شیخ رشید احمد زیاتوي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار غځول شوی او ایله ۲۱ کیلومتره پاتې تار به هم ژر وغځول شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، شیخ رشید احمد 'نن جمعه ' په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې افغانستان خپل 'ورور هېواد ' وباله اوهیله یې وښووله، چې د اغزن تار غځولو پروژه به ''زموږ د وروڼو په خوښه بشپړه شي. ''
طالبانو د پاکستان کورنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو دا وروستیو کې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې ښي چې د افغان طالبانو ځانګړي ځواکونه د ډيورنډ کرښې اوږدو کې اغزن تار راټولوي او له ځانه سره یې وړي.
دې ويډيوګانو کې ادعا کېږي چې اغزن تار د افغانستان په خاوره کې لګول کېده او هلته طالب چارواکو توند غبرګون ښودلی دی.
له دې مخکې د روانې میاشتې لومړیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وویل، پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار بشپړولو هڅې يې روانې دي او د افغانستان له لوري په ځينو سیمو کې ددغه تار د لرې کولو موضوع به په ديپلوماتیکه توګه هواروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو ویلي و، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار د پرې کولو پر پېښو پټه خوله نه دي او د اغزن تار لګولو هڅې به يې دوام لري.
وروسته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وویل چې د ډيورنډ کرښې په ځينو برخو کې د رامنځته شويو ستونزو په اړه غواړي له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي و، "په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ ليکې په ځينو برخو کې داسې پېښې شوې دي چې اړتيا يې راټوکولې تر څو د دواړو هېوادونو مسئولين د ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي".
پاکستان ادعا کوي چې په دې پروژې يې زياتې پيسې لګولې دي او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی.
د طالبانو له واکمنېدو مخکې افغان حکومت د اغزن تار لګولو مخالفت کاوه، خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې د اغزن تار لېرې کولو ادعا وشوه.