تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: کم عمره ټېک ټاکرانو 'د وېرې خپرولو لپاره' د سړک غاړې ته ولاړ سړی په ډزو وژلی
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي کراچۍ
- د خپرېدو وخت
د پاکستان کراچۍ ښار کې یوه اونۍ مخکې یو سړی د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو، چې لومړی ګومان کېده، د هدفي وژنې پېښه ده، خو اوس پولیس وايي، دا سړی کم عمره هلکانو د وېرې خپرولو لپاره وژلی دی.
پولیس وايي، وژل شوی سړی قمر رضا نومېد، چې د کراچۍ په جعفر طیار سیمه کې ډزې پرې شوې. پولیسو لومړي سر کې ویلي و، د امنیتي کمرو په تصویرونو کې دوه کسان لیدلي چې په وینا یې د هدفي وژنې پېښه ښکاري، خو اوس وايي، په تصویرونو کې یې دوه هلکان پېژندلي او نیولي دي، چې په وینا یې ټېک ټاک خواله رسنۍ ته یې ویډیويي کلیپونه ثبتول.
د ځايي پولیسو یو افسر عرفان بهادر بي بي سي ته وویل، مشکوکو کسانو پر قمر رضا د وېرې، ترهې خپرولو لپاره ډزې کړې، چې پایله کې یې نوموړی ووژل شو.
پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو یې دوه زلمیان نیولي چې عمرونه یې ۱۴ او ۱۵ کلونه دي او په وژنه کې کاروول شوی موټر سایکل او تفنګچه یې هم ترلاسه کړي دي. د پولیسو په خبره دې زلمیانو په برید کې د یوه خپلوان تفنګچه کارولې چې تر اوسه یې جواز یا لایسنس نه دی وړاندې کړی. پولیس زیاتوي، د نیول شویو کسانو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دوی د دوو نورو ملګرو د نیولو هڅې کوي. وژل شوی ۵۰ کلن قمر رضا د سند صوبې خیر پور سیمې اوسېدونکی دی، چې ویل کېږي، د درملنې لپاره کراچۍ ته تللی و، چې برید پرې وشو. د نوموړي اوښی حسین عالم زیدي وايي، قمر رضا د درملنې لپاره روغتون ته پر لار و، چې غازي څلور لارې سیمه کې د ګاډي انتظار پر مهال پرې ډزې وشوې او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.