په افغانستان کې د جام څلی د نړېدو له خطر سره مخ دی

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

یوه پخواني برتانوي چارواکي خبرداری ورکړی، د جام څلی چې د افغانستان د معمارۍ يو له سترو خزانو څخه دی، د سېلابونو او بې پروایۍ له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی خو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، دوی هڅه کوي د دغه تاریخي څلي د نړېدو مخه ونیسي.

د یوې ارزونې له مخې، دا ۸۰۰ کلن لرې پروت څلی، چې د "نیلسن له ستنې " څخه لوړ دی، اوس د "اندېښنې وړ خطرناک "حالت کې دی.

لرغونپوهان وېره لري چې د ژمي په اوږدو کې به د دی (۶۵ متره) څلي حالت نور هم خراب شي، ځکه چې لندبل او کنګل به خښتو ته ننوځي او نور زیان به ورته ورسېږي.

د برتانیې د بهرنیو چارو پخواني مرستیال وزیر روري سټوارټ ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې په غور کې د منار نړېدل به "یوه ویجاړونکې تراژیدي" وي.

ښاغلي سټوارټ چې په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو له نسکورېدو لږ وروسته د افغانستان بېلابېلو برخو ته د سفر پر مهال له جام څلي لیدنه کړې وه، وایی "دا منار په منځنۍ آسیا کې یو له مهمو اثارو څخه دی"

نوموړي وويل، "دا منار د دې ورک شوي تمدن لپاره تر ټولو ښکلې، تر ټولو د ستاينې وړ او خورا غير معمولې نښه ده." ده وويل، "که موږ دا منار له لاسه ورکړو، دا به په تېرو ۵۰ يا ۶۰ کلونو کې ترټولو ستر او تر ټولو ويجاړونکی کلتوري زيان وي. "

لرغون پېژندونکي له کلونو راهیسې خبرداری ورکوي چې منار څلی په خراب حالت کې دی، خو د آغا خان د پراختیایي شبکې یوه تازه څېړنه ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې سېلابونو ، د منار بنسټ ته کثافات لېږدولي دي.

د ژمي په پیل سره، د منار په بېخ کې لنده بل او لندې خښتی کنګل را منځته کوي او د ویجاړ شوي او لانده شوي منار ساختماني جوړښت ته ډېر زیان رسوي، په دې معنی چې بيا سېلابونه د کوږ شوي څلي بنسټ ته نژدې کېږي.

څېړنه کې ویل شوي "د سېلاب اوبه د بې ثباته منار د یوې لویې برخې د ډوبېدو لامل کېږي، چې د څلي د بشپړ نړېدو خطر لري".

د غور ولایت چارواکي وايي، د جام څلي ترمیم او ساتنه ګرانه ده او سیمه ییز حکومت یې د بیا جوړولو توان نه لري.

د طالبانو ځايي والي هم د دې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د څلي د وضعیت په اړه اندېښمن دی. بلکی دا څلی یوازې د غور ولایت سره تړاو نه لري بلکی دا د ټولې نړۍ سره تړاو لري.

هغه خبرداری ورکړ چې که د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یا نړیوالی خیریه موسسی پاملرنه ونکړي ښايي منار له منځه ولاړ شي.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال او د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل، "د جام څلي د بيارغونې لپاره زموږ هڅې روانې دی په دې اړه مو له دوو موسسو سره خبرې کړې دي، چې يوه يې د يونيسکو له سازمان سره تړاو لري ترڅو دا څلی ترميم کړی."

ښاغلي مجاهد وویل، "اړونده چارواکي خبر دي او زموږ هڅې دوام لري تر څو څلی ترمیم کړو اد د ويجاړېدو مخه یې ونیسو".

دا څلی له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوال میراث د هغو اثارو په لست کې دی چې له ګواښ سره مخ دي.

په ۲۰۱۹ کې څلي ته نژدې د سېلاب اوبه په خطرناکه توګه پورته شوې. په همدې کال کې، یونیسکو د "جګړې په سیمو کې د میراثونو د ساتنې نړیوالې اتحادیې" څخه د منار د ژغورلو لپاره ( ۱.۹ میلیونه) ډالر ترلاسه کړل خو دا څرګنده نه ده چې یونيسکو به د طالبانو له حکومت سره څرنګه په دې برخه کې کار وکړي.

دا څلی چې د دولسمې پېړۍ په وروستیو کې له خښتو جوړ شوی، د هریرود او جمرود سیندونو د یو ځای کېدو په نقطه کې موقعیت لري.

د دې څلي درې استوانه یي سطحې د یو اته ضلعي پایی څخه راوتلې دي، او ټول منار د قرآن کریم د آیتونو سره په ډېر مهارت سینګار شوی دی.

تاریخ پوهان په دې باور دي چې دا څلی د فیروزکوه سیمه کې موقعیت لري چې دغه ښار د چنګیز خان د زوی له خوا ویجاړ شوی و او داسې انګېرل کېږي چې دا منارونه د یوې آبادۍ پاتې شوني دي.