تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار پر سر لانجه
د راپورونو له مخې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډيورنډ کرښه يو ځای لګول شوی اغزن تار د افغان طالبانو له لوري وړل شوی دی.
د سې شنبې پر ورځ پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيوګانې ښي چې د افغان طالبانو ځانګړي ځواکونه د ډيورنډ کرښې اوږدو کې له يوه ځای څخه اغزن تار راټولوي او له ځانه سره یې وړي.
ويډيوګانو کې ادعا کېږي چې اغزن تار د افغانستان په خاوره کې لګول کېده او هلته افغان چارواکو توند غبرګون ښودلی دی.
د ويډيو له مخې پېښه د افغانستان د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې دا سيمه د خيبرپښتونخوا قبايلي سيمې مومندو سره تړلې ده.
د يادونې وړه ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښه ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان څوکاله وړاندې پرې د کټارو او اغزن تار لګول پيل کړي.
پاکستان ادعا کوي چې په دې پروژې يې زياتې پيسې لګولې دي او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی.
له بلې خوا تر طالبانو وړاندې افغان حکومت هم د اغزن تار لګولو مخالفت کاوه. خو دا په افغانستان کې د طالبانو له واک ته راهيسې لومړی ځل دی چې اغزن تار لېرې کېږي.
افغان خبريال بلال سروري پر ټوټېر هغه ويډيو او عکسونه شریک کړي چې په کې يو شمېر امنيتي کسان او اغزن تارونه چې پر ځمکه پراته دي ليدل کېږي.
د دې ويډيو جوړونکی يو بل کس ته وايي، "سم تارونه راوړه، بيا بل کس وايي، ټول تارونه راوړه".
په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډيو کې يو سړی چې تر ځان يې څادر تاو کړی ښکاري چې ظاهرا پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته دې نه ننوځي.
طالبانو او يا د پاکستان حکومت رسما تراوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر ضد لاريونونه کېږي. د تېر حکومت پر مهال هم افغان چارواکو له دې کار سره مخالفت کړي دی.
پر کرښه د اغزن تار لګولو پر مهال د افغانستان له لوري څو ځله بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې پاکستاني لوري ته هم مرګژوبله اړولې ده.