تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ښځې: د بدلېدونکي ژوند پټ یادښتونه
کله چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه، یواځینۍ ډزې یې د لمانځنې په خاطر وې. د افغان ښځولپاره دا ډزې د دوی د ټولو حقونو او ازادو د له منځه تلو په معنا وې. پنځو تنو افغانو ښځو بي بي سي ته خپل ورځني یادښتونه رالېږل، چې د دوی د ژر بدلېدونکي ژوند یو انځور ښيي.
----
د اګست ۱۵- دقیامت ورځ
په یو تلویزیوني سریال کې چې د مارګارېټ اټووډ د یو داستان پربنسټ جوړ شوی او د نوکرانو کیسې نومېږي، یوه صحنه ده چې اصلي کرکټر او د کتاب اېډېټر جون اسبورن چې کله یو سهار خپل دفتر ته راځي نو خبرېږي چې د هېواد نویو مشرانو ښځې له کار کولو منع کړې دي. دهغې د دفتر مشرټولې ښځینه کارکوونکې راټولوي او ورته وايي چې خپل وسایل جمع کړي او کورونو ته لاړې شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر۱۵ مه، ماري چې د افغانستان په پوځ کې یوه پخوانۍ عسکره وه، تقریبا همدغه شان یوه تجربه درلوده. د سهار ۰۷:۳۰ بجو په یو وزارت کې د کار لپاره ځي، فکر کوي چې یوه بوخته ورځ به وي، غونډې او کنفرانسونه به وي. کله چې له کوره وځي، سملاسي متوجه کېږي چې کوڅو کې یوه وېروونکې چوپتیا ده، خو سره د دې هغه روانه شوه، خپل تیلیفون یې را و اېسته چې د غونډو لپاره خپله جنتري وګوري.
کله چې دفتر ته ورسېده یو حیران نارینه همکار ورته وویل: ته کارته راغلې یې؟
هغې په ځواب کې وویل: فکر نه کوم چې کابل به سقوط وکړي. خو خپل وسایل يې لا نه وو ایښي چې رییس یې راورسېد او ورته وې ویل: "زه لاړه شه او ټولو ښځوته ووایه چې کورونوته ولاړې شي ".
ماري همدا کار کوي، خونه په خونه ګرځي او خپلو ښځینه همکارانو ته وايي چې سملاسي له دفتره ووځي. خو کله چې یې رییس ورته وايي کور ته لاړه شه، دا انکار کوي. هغه وايي: "ترهغو چې زما نارینه همکاران دلته پاتې وي او کار کوي،زه به هم یم ".
ماري یوازې یوه کارکوونکې نه ده. هغه د لوړې کچې ماموره ده چې د پام وړ پوځي سابقه لري، او رییس یې په زړه نازړه ډول د دې خبره ومنله.
خو د ورځې په ترڅ کې، داسې راپورونه وو چې طالبان کابل ته راننوځي. د ماري رییس پرېکړه وکړه چې د وزارت ور بند کړي او تول کارکوونکي کورونو ته ولېږي.
دښارپه یوه بله سیمه کې، خاطره، د جغرافیې یوه ښوونکې، یو نوی درس پېلوي- د هغې ۴۰ تنه زدکوونکي، ټول ځوان هلکان، د کتابونو پاڼې ګوري چې سمه پانه پېدا کړي.
لږ وروسته، نور ښوونکې هم ټولګي ته راننوځي، تلېفونونه یې په لاسو کې دي. پر فیسبوک متضاد راپورونه خپاره شوي: ځینې وايي طالبان د کابل څندې، قرغې ته رسېدلي، ځینې نور وايي ښار ته ننوتي او کوټه سنګي سیمه کې دي. مشر ښوونکی ژر درسونه بندوي او ټول کورنو ته لېږي.
کله چې خاطره د سرویس موټرو تمځای ته رسېږي، ویني چې خلک هرې خواته ځغلي، خپل وسایل او ماشومان له ځانه سره وړي. د ګاډو تګ راتګ په ټپه درېدلی.
هغه لیکي: "هر څوک سرګردان دي - لاره ترې ورکه ده. داسې ده لکه دلته چې د قیامت ورځ وي ".
خاطره بیا روانه شوه. په پیل کې هغه دومره اندېښمنه نه وه، خو وروسته یې ولیدل چې افغان عسکرو کڅوړې په شا دي او د هوايي ډګر پر لور روان دي، ماشومان یې هم ورپسې دي، د خپلو میندو د پوړنو څوکې یې نیولې دي. هر څوک د وتلو په حال کې دي.
د خاطرې زړه درزېږي او په ځغاسته پیل کوي. اوس هغه پوهېږي چې طالبان بیا راغلي. هغه له ځانه سره وايي: "دا ترټولوبد وحشتناکه خوب دی ".
تقریبا پر همدې مهال، ځلا، د افغانستان د امریکايي پوهنتون یوه زدکوونکې، یو برېښنالیک ترلاسه کوي چې وايي په ۴۸ ساعتو کې به د امریکا متحدو ایالتونو ته بوتلل شي. هغه ژر شهرنو سیمې ته ځي، چې د سفر لپاره د اړتیا شیان رانیسي.
ځلا هم ناڅاپه ویني چې خلک په ځغاسته دي او پوښتنه کوي چې څه پېښ شوي. لومړی کس چې دروي په بېړه کې دی او ځواب نه ورکوي، وروسته یو سړی وايي طالبانو کابل نیولی. ځلا هکه حیرانه پاتې کېږي.
له ځان سره فکر کوي: "خپل ټول قوت مې بایلمه، لاسونه او پښې مې لړزېږي. څنګه به تر کوره ورسېږمه "؟
په داسې حال کې چې له هغو رستورانونو او کافې ګانو تېرېږي چې ملګرو سره به یې پکې قهوه څښله اوموسیقي به يې اورېدله، ژاړي.
ټول ژوند يې ترسترګو تېرېږي. ډېره ځوانه ده اود طالبانو د تېرې واکمنۍ پر وخت نه وه زېږېدلې، خو له خپلو والدېنو یې چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې ژوند کړی و، وحشتناکه کیسې اورېدلي. که په الوتکه کې ولاړه نشي، راتلونکې به یې خراب وي.
د سپتمبر ۴مه - دښځو اعتراض
د طالبانو له بیا راتلو وړاندې، وحیده امیري، ۳۱ کلنه او د حقوقو د پوهنځي فارغه، کابل کې یو کتابتون درلود. تقریبا ۵،۰۰۰ کتابونه یې راټول کړي وو، او هیله یې وه چې ټول افغانستان کې ورته پراختیا ورکړي، چې ښځې کتاب لوستلو ته وهڅوي.
د هغې لپاره، د طالب ځواکونو راتلل - په کوڅو کې ګزمې او خلک اړکول چې څرنګه باید ژوند وکړي - یوه بې عدالتي ده چې باید وننګول شي.
د وخت په تېرېد وسره وحیده ورځ تربلې په غوسه کېږي. نوموړې هرچاته وايي: "ولې هیڅوک هیڅ خبره نه کوي؟ولې هیڅوک هیڅ کار نه کوي "؟
کار ته د تلو اجازه نه شته، وحیده به په ورځو ورځو په برنډه کې ناسته وه. یو وخت دا په کور کې د هغې تر ټولو خوښ ځای وو، هلته به یې اورېدل چې خلک څه وايی، مرغیو به سندرې ویلې او سپیانو به غپل.
اوس مرګونې چوپتیا ده. د اګست په وروستیوکې به هغې الوتکې شمېرلې چې د کابل له هوايي ډګره به الوتلې، کله ۱۰، اوکله به د ورځې ۲۰ الوتلې، افغانان به یې له خپل هېواده بهر وړل.
هغه له ځانه سره وايي: "که هر څوک وځي، څوک پاتې کېږي؟ ایا ښې روزل شوې ښځې به نه وي پاتې "؟ هغه فکرکوي چې افغانستان ټپي شوی، ټوټه ټوټه شوی.
یوه شپه د وحیدې یوه ملګرې ورته تلېفون کوي او وايي: راځئ چې اعتراض وکړو.
د یوې جمعې ورځې په ماسپښين، یو شمېر ښځې د ملګرې په کور کې راټولې شوې. دوی خپل ځان ته، د افغان جنګیالیو ښځو خودجوشه غورځنګ نوم کېښود، او بله ورځ، د سپتمبر ۴مه، کوڅو او سړکونو ته را ووتلې او خپل مساوي حقونه یې غوښتل.
هغوی د فروشګاه پلورنځي په سیمه کې راټولې شوې او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې پر لوریې لاریون وکړ. خو لږ واټن وړاندې، د مالیې وزارت ترڅنګ، د طالبانو له وسلوالو سره مخامخ شوې.
وحیده وايی: "د عسکرو شمېر ډېر دی. موږیې راچاپېرې کړې یو. موږ ورته وايو چې سوله ییز اعتراض کوو، خو طالبانو موږ د یو دیوال پر وړاندې را ایسارې کړو او پر موږ یې اوښلن ګاز وکارولو.
وروسته، ډېرو ښځو وویل د دوی مخه نیول شوې وه، په درو او برقي کوتکو وهل شوې وې.
د سپتمبر ۷مه - "زه ستاسو له ټوپکه نه ډارېږم"
طالبانو د پنجشېر درې د نیولو اعلان کړی و، چې د کابل په شمال کې یو وړوکی ولایت دی او د شوروي اتحاد یرغل کلونو کې او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو پر ضد د مقاومت له امله نوم لري. په ۲۰۲۱ کې دا وروستۍ سیمه وه چې د طالبانو له لخوا ونیول شوه.
وحیده، چې کورنۍ یې د پنجشېر ده، بیا سړکونوته راوځي، دا ځلي یې د ورور ښځه او ۶ تنه نارینه هم ورسره دي.
کله چې پنجشېر کې د اوربند غوښتنه کوي یو شمېر قهرېدلیو طالبانو سره مخ کېږي چې کلاشنیکوفونه ورسره دي. یو یې وحیدې ته رانژدې کېږي او ورته په ګواښ سره وايي: "ښه به وي چې کورته لاړه شې اود غرمې ډوډۍ پخه کړې ".
وحیده ورته وايي: "زه ستا له ټوپک نه ډارېږم. زه کولای شم پر هره موضوع چې غواړې درسره بحث وکړم. او زه کور ته نه ځم چې ډوډۍ پخه کړم.
د سپتمبر ۱۷مه - د ژوند ژغورل
د روغتیا پالنې په برخه کې ښځې خورا مهمې دي او باید وړتیاوې یې له لاسه ورنکړل شي.
ماهره، د نسايي ولادي یوه ځوانه ډاکټره ده او د افغانستان یو شمالي ولایت په یو روغتون کې کار کوي. نوموړې د طالبانو له راتلو وروسته لومړۍ اوونۍ په کور کې پاتې شوه، خویو تلېفون ورته وشو چې بېرته کار ته ستنه شي. خو د طالبانو په واکمنۍ کې کار کول اسانه نه دي.
ماهره وايی: "طالبانو په هر کار کې مداخله کوله. کله چې به ناروغانو د خدمتونو نشتوالي یا د درملو بيې په اړه شکایت کاوه، دوی به راتلل او موږ به يې ګواښلو. دوی فکر کاوه موږ له ناروغانو سره بې انصافي کوو ".
ډېری طبي کارکوونکې له هېواده تښتېدلي، او ګڼ شمېر کلینیکونه تړل شوي. ماهره اوس ۱۲ ولسوالیو ته سفر کوي او اړین روغتیايي خدمات وړاندې کوي. دا یو حیاتي کار دی، ځکه چې افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه په نړۍ کې یوه ترټولو لوړه کچه ده.
ماهره وايی: "کار ته د بېرته ستنېدو پر لومړۍ ورځ، ما چادري اغوستې وه. د چادرۍ لاندې لړزېدمه. خود وخت په تېرېدوسره فکر کوم طالبان له موږ سره عادت شول او نور مجبوره نه وم چادري پر سر کړم ".
د سپتمبر ۲۵مه - یو مات زړه
یوه اوونۍ وروسته له دې چې طالبانو په ټول هېواد کې هلکانو لپاره دښوونځیو د بیا پرانیستلو اعلان وکړ، خاطرې ته تیلیفون وشو چې بېرته کار ته ستنه شي. هغه د ښوونځي لباس اغوندي او هغه ځای ته ځي چې دې ورته د خوښۍ ځای نوم ایښی و.
خاطره وايی : "ورپسې خپه شوې وم - د تباشیر بوی پسې خپه وم، کله چې پر توره تخته لیکنه کوې او زدکوونکي د لویو ښارونو په اړه په شوخۍ سره پوښتنې کوي ".
کله چې هغه ښوونځي ته رسېږي داسې ښکاري چې چې زدکوونکي یې هم له لیدو خوښ دي. هغوی خپلې کتابچې راباسي او له دې غواړي چې لاسلیک یې کړي، لکه مینه وال چې د نامتو هنرمندانو لاسلیک غواړي. خو ژر هغې ته ویل کېږی چې د مشر ښوونکي دفتر ته دې ورشي.
د هغې ټولې ښځینه همکارانې هلته دي. دوی ته ویل شوي چې خپل نومونه او لاسلیکونه د حاضرۍ په کتاب کې ولیکي او په نیغه بېرته کورونو ته لاړې شی.
مشر ښوونکی وايي: "د افغانستان اسلامي امارت تراوسه ښځوته دکاراجازه نه ورکوي ".
که داسې ده نو ولې ټولې ښځینه ښوونکې راغوښتل شوې وې؟
خاطره فکر کوی ښايی له دې امله وي چې مشر ښوونکی به غواړي طالبانو ته د ښځینه ښوونکو لاسلیکونه وښیی چې هغوی کار ته چمتو دي.
هغه د ښوونځي په دروازه کې درېږي او هغه ټولګي ته ګوري چې لس کاله یې پکې درس ورکړی.
دا غواړي هلکانو ته ووايي چې یوه ورځ به بېرته راستنه شي، خو خپلې اوښکې نشي درولای. هغه ورځ چې طالبانو کابل ونیوه خاطره لړزېدلي او ډارېدلې وه، خو د دې صحنې لیدل یې زړه ماتوي.
د سپتمبر۱۷مه - هغوی موږ لټوي
ماري او د افغانستان د ملي پوځ یو پخوانی همکار یې د طالبانو د راتلو راهیسې پټ دي. د پوځ او پولیسو پخوانیو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته د بښنې ژمنه شوې ده، خوماري ورباندې باور نه کوي.
هغه وايی: "طالبان څو ځلي زموږ سیمې ته راغلي وو او په کوڅو کې یې له خلکو پوښتنه کوله چې موږ چېرته یو. دوی وايي موږ په خپلو کورونو کې وسلې پټوو او غواړي موږ سره خبرې وکړي ".
د ماري یو همکار چې د طالبانو پر ضد جنګېدلی و، یوه ورځ یې د کور ته یوڅوک ورغلی وو. د وره له سوري څخه یې یو دوکاندار وپيژانده، خو وریې خلاص نه کړ. دوکاندار د بندې دروازې له شا وویل: "طالبان ستا یو عکس لري او هر چاته یې ښيي. ما په خپلو سترګو ولید. لطفاً له کوره وتښتئ اوځان وژغورئ ".
ماري ځکه تر نورو ډېره په خطر کې ده چې هغه د شیعه هزاره ګانو له ټولنې ده چې ډېر ځورول شوي دي. په مرکزي افغانستان کې د هغې کورنۍ په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په زوړه له خپلو کورونو شړل شوې. ماري هیڅ کوم بل ځای نه لري. هغه وايی: "ښايي زه له لوږې مړه شم ځکه چې له کوره نشم وتلای، او هیڅوک به راباندې خبر هم نشي ".
ماري وايی نړېوالې ټولنې ښځینه افغانې سرتیرې هېرې کړې دي. هره ورځ هغه له هېواده بهر خلکو سره تماس نیسي او د مرستې غوښتنه کوي،خو هغوی لکه ځمکه او اسمان ترې ليرې دي.
ځلا، پر افغانستان د امریکا د متحدوایالتونو له برید وروسته زېږېدلې. په یو معتبره پوهنتون کې یې د حقوقو او سیاسي علومو زدکړه کوله، ځکه چې پلاریې یو شتمن سړی دی او د فیسونو د ورکولو توان لري. لومړۍ الوتنه چې دې ته ویل شوي وو ځان ورته چمتوکړي ترسره نشوه.
له هغې راهیسې ورته په هرو دوو اونیو کې ویل شوي چې له هېواده به واېستل شي. د سفر بکسونه به یې چمتو کول، او د کور وسایل به یې یوې خواته ايښودل، خو بیا به ورته وویل شول چې سفر یې اوس نه کېږي. ددې او کورنۍ لپاره یې دا یو مکرر کار ګرځېدلی و.
هغه وايی: "نن موږ ټول غابونه،کاچوغې او پنجې یوې خوا ته کړي، ځکه چې موږ ته ویل شوي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به له هېواده ایستل کېږو. راته ویل شوي چې بکسونه مو باید غټ نه وي، نو زه فقط په یوه کڅوړه کې خپل کالي ږدم ".
یوه ځوانه نجلۍ چې غوښتل يې راز راز لباسونه تجربه کړي اوس یې د خپلو نریو جین پتلونونو، رنګارنګه د غاړې دستمالونو پرځای یو ساده تور حجاب راخیستی. هغه وايي: "ما هیڅکله داسې څه نه وو اغوستي- ورسره عادت نه یم او وخت غواړي ".
ځلا اوس پوړنی پر سر کوي. چې کله بهر ځي خپل مخ پټوي چې ونه پېژندل شي.
د نومبر۲۳مه - ۱۰۰ ورځې وروسته
د طالبانو لخوا د ټول افغانستان او کابل له نیولو ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. په زیاترو ولایتونو کې، لکه پلازمېنه کابل کې، نجونې ثانوي ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري او ښځې تر اوسه کارونو ته نشي تلای، د هغوی دندې یا تشې دي او یا نارینه و ته ورکړل شوې دي. اقتصاد ویجاړ دی، ځکه چې نړېوالې مرستې نشته، اوسوړ ژمی رارسېدلی.
د خوړو د نړېوال پروګرام د راپورله مخې، ۹۵سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.
خاطره، د ښوونځي ښوونکې او ډاکټره ماهره چې د خپلو کورنیو لپاره یوازینۍ ډوډۍ پيدا کوونکې دي خپلو کورنیو ته د خوړو پیدا کولو وس نه لري. له میاشتو یې تنخا هم نه ده ورکړل شوې.
هر کال پر دې مهال افغانستان کې د مرکز ګرمۍ سیستم فعالېږي- خو د خاطرې لپاره نه. هغه یې د پېسو ورکولو توان نه لري.
د دسمبر ۶مه - په ټپه ولاړ ژوند
وحیده امیري هره ورځ لا ستومانه وي. خو ژمنه ده چې د افغان ښځو د حقونو لپاره خپل غږ اوچت وساتي.
ماري بریالۍ شوه چې له کابله ووځي او اوس په یو نامعلوم ځای کې ده - د هغې له وتلو دوه ورځې وروسته، طالبان د هغې کور ته ورغلي وو.
خاطره په ساړه ژمي کې په کور کې ناسته ده، ښوونځي ته د بېرته ستنېدو په هیله ده.
ځلا تر اوسه له افغانستانه اېستل کېدو لپاره انتظار باسي. نن هغې یو بل برېښنالیک ترلاسه کړ چې وايي کېدای شي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې واېستل شي. هغه فکر کوي چې هېڅکله ښايي په وتلو بریالۍ نشي.
ماهرې ته په دې وروستیو کې د یو چا لخوا چې طالبانو سره اړیکي لري د واده وړاندیز شوی. هغه نه غواړي ورسره واده وکړي. هره ورځ له سختې پرېکړې سره مخ ده: دخپلو ناروغانو د ژوند ژغورل غوړه کړي، که دخپل ځان.
په دې لیکنه کې له وحیده امیري پرته نورټول نومونه بدل شویدي.
انځورونه د غزل فرخاري لخوا
Ghazal Farkhari @rasmorwaj
د بي سي ۱۰۰ ښځو په لړۍ کې هر کال د نړۍ د ۱۰۰بانفوذه او الهام بښونکو ښځو نومونه یادېږي. د بي بي سي ۱۰۰ ښځې لړۍ پر انسټاګرام، فیسبوک او ټوېټر تعقیب کړئ. د دې هشتګ په کارولوپه بحث کې برخه واخلئ. #BBC100Women