تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ماشومتوب کې کډواله شوې افغانه اوس نورو سره مرسته کوي
له هغه وروسته چې اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ګڼ شمېر افغانان لا هم منتظر دي، چې له هېواده د وتلو لپاره یوه لار ومومي.
د دې کسانو له ډلې له یو شمېر هغو سره چې هلته یې ژوند له خطر سره مخامخ وو، ریحانه پوپل مرسته کړې، چې بهر ته لاړ شي.
ریحانه پوپل خپله بریتانیا ته د ماشومتوب پر مهال کډواله شوې وه او اوس د بشري حقونو مدافع وکېلې او په دغه هېواد کې د لومړنۍ افغانې بېرسټرې په توګه دنده لري.
د نوموړې نوم د بي بي سي ۱۰۰ ښځې په هغه نوملړ کې شامل دی، چې د نړۍ لر او بر کې د هغو ښځو پر ژوند رڼا اچوي چې اغېزمنې دي او نورو ته د الهام سرچینه ثابتې شوې دي.