سلګونو جاپانیانو د ډاکټر ناکامورا د مرګ دویمه کلیزه کې د هغه ویر وکړ

د عکس سرچینه، PAKEEZA ARZOO/FACEBOOK
سلګونو جاپانیانو تېر ماښام (شنبه) افغانستان کې د وژل شوي جاپاني مرستندوی ډاکتر تېتسو ناکامورا د مرګ په دویمه کلیزه ویر وکړ او له مرستنیدویانو یې غوښتنه وکړه چې په ناورین ورګډ افغانستان هیر نه کړي.
د پشاورکای په نامه د خیریه بنسټ له لوري وربلل شوې دې غونډه کې د ډاکټر ناکامورا لور وویل داسې احساس کوي چې ګواکې پلار یې ژوند دی او افغانستان ته د خدمت تنده یې نه ده ماته شوې.
د جاپان په سویل لویدیځ ښار پوکوکا کې د پشاورکای په نوم ناولتي خیریه بنسټ سلګونه غړي ټول شوي وو چې افغانستان کې د دغه بنسټ د وژل شوي مشر ډاکټر ناکامورا ویر وکړي.
د ویر دغه غونډه چې د جاپان پر دولتي تلویزون خپریده ویناوالو یې ژمنه وکړه چې د افغانستان او ناکامورا ترمنځ اړیکه به پالي.
د ناکامورا مشرې لور اکیکو وویل فکر کوي پلار یې لا هم ژوندی دی او د ښیګڼې کارونه کوي.
هغې وویل اوس مهال چې افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی دوی او نور جاپانیان به یې د ژغورنې لپاره تر خپله وسه هڅې وکړي او نور به هم وهڅوي.
ډاکټر تېتسو ناکامورا چې افغانانو کاکا مراد باله له اتیایمو کلونو وروسته افغانستان ته لاړ او هلته یې په لرو پرتو سیمو او پښتونخوا کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې روغتیايي چوپړونه کول.
هغه کلونه کلونه د افغانستان په ختیځ کې د ځېر ښیګڼې لپاره کارونه وکړل او وروستۍ پروژه یې د کونړ پر سیند د یوه کرنیز کانال د جوړولو وه چې لسګونه زره هکتاره ځمکه یې خړوبه او ګڼې دښتې یې ښیرازه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
ناکامورا د ۲۰۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په څلورمه ناپیژاندو وسله والو په جلال آباد کې په ډزو وواژه.
د هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني د ډاکټر ناکامورا د درناوی لپاره تر هوايي ډګره لاړ او د هغه د جنازې بازو ته یې اوږه ورکړه.
د ډاکټر ناکامورا کورنۍ او مرستنیدویه بنسټ یې وايي له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.





















