تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اروپا ځینو ښارونو کې د کورونا بندیزونو پر ضد لاریونونه شوي
د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو پر ضد پرپله پسې دویمه شپه هم لاریونونه شوي دي.
په هالنډ، اتریش، کروشیا او ایټیالیا کې د شنبې ماسخوتن زرګونه کسان لارو ته راوتلي وو او د حکومتونو د وروستیو پرېکړو پر ضد یې احتجاجونه کول.
د هالنډ په هاګ ښار کې احجاج کوونکو پر پولیس بریدونه وکړل. په روټرډام ښار کې هم د جمعې پر شپه له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه شوي وو او پولیس هوایي ډزې کړې وې.
د اتریش، کروشیا او ایټالیا ځینو ښارونو کې هم د شنبې پر شپه خلکو د حکومتونو لخوا د بندیزونو پر ضد احتجاج وکړ.
اتريش په اروپا کې لومړنی هېواد شو چې د جمعې په ورځ يې اعلان وکړ چې د کووېډ ۱۹ واکسين به قانوني غوښتنه وي. ټاکل شوې ده چې نوي مقرارت د فبرورۍ په مياشت کې پلي شي خو لا هم د دې ګام د څرنګوالي په اړه بحث کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه
په ورته مهال د روغتيا نړيوال سازمان په اروپا کې د کوويډ ۱۹ ناروغۍ د چټکې خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه لويه وچه اوس د کورونا وېروس د نوې څپې پر وړاندې مبارزه کوي.
له بي بي سي سره په خبرو کې د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا څانګې مشر ډاکتر هانس کلوګ خبرداری ورکړ چې که بېړني ګامونه پورته نه کړل شي تر راتلونکې مارچ مياشتې پورې د ۵۰۰ زرو نورو کسانو د مړينې وېره شته ده.
ډاکتر کلوک د نورو سپارښتنو تر څنګ د ماسک کارول د سملاسي ګام په توګه ياد کړل.
د غه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د اروپا ځينو هېوادونو د ريکارډ کچې مثبتو پېښو ثبتولو خبر ورکړی او د بشپړ يا جزوي ګرځنديز اعلان هم په ځينو هېوادونو کې اعلان شوی دی.
ډاکتر کلوک وايي، د ژمي موسم، د واکسينو کمښت او د کورونا وېروس ډېلټا بڼه د دغه ناروغۍ د لا ډېرې خپرېدو لامل شوي دي.
نوموړي د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د واکسينو زياتوالی، د عامې روغتيا د بنسټيزو اقداماتو پلي کول او د نوې طبي درملنې عملي کولو سپارښتنه کړې ده.
ښاغلي کلوک له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "چې کورونا وېروس يو ځل بیا زموږ په سيمه کې د مړينې لوی لامل ګرځېدلی دی. موږ پوهېږو چې د دې وېروس سره د مبارزې لپاره بايد څه وشي".
نوموړي زياته کړه چې "د واکسينو جبري کولو ته بايد د وروستي حل په نظر وکتل شي خو دا به ډېره وختي وي چې د دې مسلې په اړه قانوني او ټولنيز بحث وشي".
ده زياته کړه چې د واکسينو له جبري کولو وړاندې د کووېډ پاس په څېر نورې وسيلې شته چې د ده په وينا دا د "ازادۍ محدويت نه بلکې د فردي ازادۍ ساتلو وسيله ده".