ملګري ملتونه: د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې ټول افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی

isis

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

ملګرو ملتو ویلي، د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او په وینا یې داسې ښکاري چې اوس د دغه هېواد په ټولو ولایتونو کې د دې ډلې وسله وال شته.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې چې د بیلابیلو هېوادونو استازو پکې برخه درلوده، د روان لړزان او نازک حالت په تړاو ارزونې او اندېښنې اورول کېدې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې، ډېبورا لاینز، د دې ټولنې امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د طالبانو غبرګون له دې امله اندېښمنوونکی دی، چې د هغې په خبره، د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو غړو پر ناقانونه بندیانولو او وژلو ور ټول دی.

هغې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې توکمیز توپیري چلند، د نجونو او ښځو د حقونو تروړل کېدو او روان اقتصادي کړکېچ ته هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز ددغه هېواد د روانو حالاتو په رپوټ اورولو کې ټینګار درلود چې افغانستان د نړیوالې ټولنې سمې پاملرنې ته اړتیا لري، او که بې غوري وشي دا ژمې به افغانان له یوه بد حالت سره مخامخ شي.

مېرمن لاینز په خپل رپوټ کې وویل، طالبان له نړیوالې ټولنې د رسميت پېژندنې غوښتنه لري او له ملګرو ملتونو سره یې ژمنه کړې چې د مرستندویه چارو لپاره هر ځای بشپړه همکاري کوي، داسې چې د ملګرو ملتونو کارکونکي دې وختونو کې هغو سیمو ته سفرونه کوي چې په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې یې تګ راتګ نه درلود.

خو اغلې لاینز وايي، له طالبانو سره لا هم جنجالونه شته. دا وايي: ''په ځانګړې ډول توکمیز توپیري چلند، د مېرمنو کړاونه، د نجونو پوهنیز بهیر، نا انډوله سیاسي جوړښت او د تاوتریخوالي اوخپلسرو وژنو رپوټونه مو هم ترلاسه کړي ''

مېرمن ډیبورا لینز وویل، طالبان خپلې نېمګړتیاوې مني، د حکومتولۍ د سمونو ژمنې کوي او وايي چې دنجونو د کار او زده کړو لپاره نوې تګلاري جوړوي چې له اسلامي شریعت سره برابرې وي.

د ملګرو ملتونو دغې استازې د امنیتي اندېښنو په تړاو وویل د داعش خراسان ډله لکه د کابل او څو نورو ولایتونو په ګډون اوس په ټولو ولایتونو کې فعالیتونه کوي. دا وايي:

''داعش په دې کال کې ۳۳۴ بریدونه کړي او یا یې د دومره بریدونو پړه منلې. ''

ډیبورا لاینز

د عکس سرچینه، unama

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ډیبورا لاینز وویل، طالبان خپلې نېمګړتیاوې مني

هغې زیاته طالبان هڅه کوي د یوه حکومت په ډول چلند وکړي خو کاري ځواک یې د حکومت وړتیا نه لري او لا یې هم په خلکو کې خپل باور نه دی موندلی، خو په وینا یې سره له دې هرڅه باید افغانستان یوازې پرېنښودل شي او له خلکو سره باید بشري مرستې وشي.

د طالبانو غبرګون

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د داعش په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دې څرګندونو ته په ځواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دا خبره ردوي چې ګواکې داعش ډله په ټول افغانستان کې فعالیت کوي. هغه بي بي سي ته وویل دا ډله "دومره پراخ تشکیل او حضور نه لري او نه کولی شي".

د طالبانو ویاند وویل چې کابل او ننګرهار کې لږ ستونزه شته خو طالبان یې د له منځه وړلو لپاره عملیات کوي او "هره ورځ له منځه وړل کیږي".

ذبیح الله مجاهد وویل چې "په تېرو دوه درې میاشتو کې د داعش ډلې ۶۰۰ غړي نیول شوي او ۲۱ مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي".

د امنیت شورا غونډې ته د نورو هېوادونو استازو څه وویل؟

دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وویل، طالبان اړ دي له نړیوالو سره کړې ژمنې پوره کړي، څه چې یې تراوسه نه لیدل کېږي، په ځانګړې ډول د انساني حقونو او ټولګډونه حکومت خبره.

هغې وویل امریکا به خپلې مرستې له افغانستان سره جاري ساتي خو دا هرڅه به مخامخ له خلکو سره کېږي او یا به هم د مرستندویه بنسټونو پر مټ وی.

د ناروې استازې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي له غوښتنه سره ور زیاته کړه چې هېواد یې ژمن دی ددې کال تر پایه اوه میلیونه ډالرو په کچه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي.

د ایران استازي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې که په افغانستان کې د احتمالي ناورین مخه و نه نیول شي ایران به د کډوالۍ څپه وویني، چې په وینا یې دغه هېواد ورته چمتو نه دی.

چینايي استازي غونډې ته وویل، افغانستان دمګړۍ نه یوازې بېړنیو مرستو ته اړ دی نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق باید د افغان اقتصاد د ډوبیدو په مخنیوي کې رغنده ونډه واخلي.

هغه د نا امنۍ د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل د داعش اویغور جنګیالیو پر وړاندې باید ټینګ ګامونه پورته شي چې افغانستان او سیمه د ناکرارۍ له ګواښه خوندي شي.

روسيي استازي هم له خپله اړخه د سوله يیزو هڅو او د خوړو، او روغتیا په برخه کې د مرستو د ژر لېږلو ډاډ ورکړ.

په ټوله کې د بیړنیو بشري مرستو رسول د ټولو د خبرو ګډ ټکی و، ورسره د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاملرنې غږ او له طالبانو غوښتنې وې چې خپل هېواد کې دې د انساني حقونو، د ښځینه وو د حقونو، د لږکیو حقونو او ټول ګډونه حکومت په څیر مسلو ته دې جدي پام وکړي، چې د دوئ او نړیوالې ټولنې تر منځ باور او اړیکه جوړولی شي.