طالبان وايي، له دې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو پولي واحدونو پر کاروونه بندیز اعلان کړی دی. د طالبانو د ویاند لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنۍ کرنسۍ کاروونه د هېواد پر اقتصاد بد اغېز کوي او په وینا یې له دې وروسته به ټوله راکړه ورکړه پر افغانیو کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې که څوک له دغه امره سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
طالبان د افغانستان په بازاراونو کې پر بهرنیو پولي واحدونو داسې حال کې بندیز لګوي، چې ملګرو ملتونو دا وروستیو کې د افغانستان کمزوري اقتصاد نړېدو مخنیوي لپاره له نړیوالو مالي ادارو افغانستان ته د نغدو ډالرو رسولو لارو چارو موندلو غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د پیسو له نړیوال صندوق چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو پر میکانیزم هوکړه وکړي.
دغې ادارې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېړنیو مرستو لړ کې د ۴۴۰ میلیونو ډالرو زېرمې ته د طالبانو لاسرسی بند کړی دی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوال بانک او پیسو نړیوال وجهي صندوق په ګډون ځینې مالي ادارو د افغانستان مالي زېرمې او پور ته ساتل شوې پیسې کنکل کړې او یا یې دې پیسو ته د طالبانو لاسرسي د مخنیوي اعلانونه وکړل.
طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکايي چارواکو طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی.

د عکس سرچینه، .
ملګري ملتونو مسوولین وايي، نه دي توانېدلي په افغانستان کې له لوږې د میلیونونو کسانو ژغورنې او د پاڼ پر ژۍ د ولاړ اقتصاد ژغورلو لپاره کافي نغدې پیسې ترلاسه کړي.
پرون د طالبانو د کابینې په غونډه کې همداراز پرېکړه شوې، چې د پاسپورت د اخېستو لپاره به کاغذي پېژندپاڼې منل کېږي.
د مخکني حکومت په وروستیو میاشتو کې پرېکړه شوې وه، چې پاسپورت به یوازې د برېښنايي تذکرو لرونکي اخېستلی شي.



















