د چین د ژمنیو بشري مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته ورسېده

د عکس سرچینه، @ChinaEmbKabul/Twitter
طالب چارواکي وایي، د چین لخوا د ژمنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه د چارشنبې پر ورځ افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلې او طالب چارواکو ته سپارل شوې ده.
دې مرستو کې څلور زره کمبلې او ۳۷۰۰ ګرم جاکټونه شامل دي، او کابل کې د چین د سفیر لخوا د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ته وسپارل شوې.
د ژمي په را رسېدو سره افغانستان کې د میلیونونو وګړو د سرپناه او برخلیک په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.
نړیوالې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې دا مهال میلیونونه افغان وګړي د خواړو له کمښت سره مخ دي او مناسبه سرپناه نه لري.
څه موده وړاندې ملګرو متلونو په جنیوا کې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره نړیواله غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د څه باندې یو میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.
یاده دې وي چې چین د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو په ډله کې دی چې لا هم په کابل کې فعال سفارت لري او طالبانو سره په اړیکه کې دی.
چینایي چارواکو څو ورځې وړاندې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی و چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي، که نه ښایي دا هېواد له بشري ناورین سره مخ شي.
په ورته مهال د چین د دفاع وزیر اعلان کړی چې راتلونکې میاشت به پکن ښار کې د (شیانګشان ټولنې) غونډه کې یو شمېر کارپوهان پر افغانستان خبرې کوي.
د ده په وینا، دا ناسته به د اکتوبر پر ۲۵ او ۲۶مه نېټه ترسره کېږي او پکې به د سیمې اړوند نورو امنیتي مسلو هم بحث کېږي.
د پکن شیانګشان غونډه د سیمې په کچه یوه امنیتي ناسته ده چې چارواکي او دفاعي کارپوهان پکې ګډون کوي.




















