تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو ته د افغانستان د وروستي یهود مشوره: "پر امریکا باور مه کوئ"
په افغانستان کې وروستي پاتې یهودي زبلون سیمینتوف چې دا وروستیو کې له هېواده وتلی، له افغانستانه د امریکا له ګډوډۍ پر ډکو وتنه نیوکه کړې.
۶۲ کلن سیمینتوف چې د افغانستان په هرات کې زېږېدلی وايي، که امکان ولري، غواړي امریکا ته لاړ شي.
د ''ټایمز اف اسراییل '' خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلی سیمینتوف چې کابل کې یې د یهودانو عبادتځای ساتنه او پالنه کوله اسراییل کان راډیو ته ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خطر سره مخامخ و، او له هېواده وتلو پرته یې بله لار نه درلوده.
په رپوټونو کې ویل شوي، نوموړي له افغانستانه د وتلو لپاره شرط ایښی و، چې د ګاونډ یو شمېر کسان یې هم باید له هېواده وایستل شي او وروسته د یوه یهودي سوداګر په مالي مرسته یوه ګاونډي هېواد ته کډوال شو.
نوموړي په دې مرکه کې د امریکا له ''ګډوډۍ ډکه '' وتنه نیوکې کړې او په وینا یې ''زه اسراییل ته وایم چې پر امریکا باور مه کوئ. ''
نوموړي پر امریکا او نړیواله ټولنه نیوکه کړې، چې په وینا یې د سولې او ثبات پر ځای یې افغانستان ته جګړه راوړه.
په کابل کې د یهودانو عبادتځای په هکله نوموړی وايي، چې باوري دی، طالبان به یې ودانۍ ته زیان نه رسوي او پر خپل حال به پاتې شي.
هغه د امریکا او نړیوالې ټولنې په هکله دې مرکه کې وویل:
''دوی سوله نه راوستله، بلکې خلک یې په داسې وضعیت کې پرېښوول. ''
ښاغلی سیمینتوف تېر ځل د طالبانو واکمنۍ پر مهال افغانستان کې پاتې شوی و، خو ویل یې، طالبانو ځورولی و.
دا ځل نوموړي ته خبرداری ورکړل شوی و، چې ښايي د طالبانو ځینې سخت دریځي کسان یا داعش وسله وال یې زیان ورته ورسوي.
نوموړي رسنیو ته ویلي و، غواړي امریکا ته کډوال شي.
په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل دولت له رامنځته کېدو وروسته نژدې پنځه زره افغان یهودان دې هېواد ته کډوال شوي دي.
افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتلو وروسته یو شمېر پاتې یهودان له افغانستانه ووتل، خو کابل، هرات او ځینې نورو افغان ښارونو کې د افغان یهودانو عبادتځایونه او نورې نښې نښانې لا هم پاتې دی.
هرات په افغانستان کې د یهودانو له لرغونو مېشت ځایونو یو بلل کېږي، چې نژدې ۱۵۰۰ کاله یې برم پر ځای پاتې و. په دې ولایت کې د یهودانو عبادتځایونه او یوه لویه هدیره لا هم لیدل کېږي.