تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مشر ټیډروس ادهانوم قبریاسوس د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېدلی او هلته يې د طالبانو د چارسمبالې کابينې له رئيس الوزرا محمد حسن اخوند، مرستيال رئيس الوزرا عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سره کتلي دي.
تمه کېږي نوموړي به هلته د روغتیايي مرکزونو بودیجې لږوالي پر موضوع خبرې وکړي، چې له کبله یې افغانستان کې د روغتیا پالنې لړ کې ستونزې ډېر شوې دي.
د افغانستان روغتیايي نظام تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستیو تکیه دی، چې د نړیوال بانک چارواکو په وینا د طالبانو لاس ته د کابل کنټرول له لوېدو وروسته د بهرنیو مرستو کموالي له کبله دې هېواد کې د روغتیا پالنې چارې له ستونزو سره مخامخ دي.
مسوولین وايي، دا وروستیو کې ګڼ شمېر افغان روغتیا پالانو معاشونه نه دي اخیستي او په روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو او دارو درملو سخت لږوالی لیدل کېږي.
د بې پولې ډاکترانو خیریه ټولنې دا وروستیو کې خبرداری ورکړي چې که نړیوالې مرستې و نه مومي، د افغانستان له روغتیايي نظام به شته وړتیا هم له لاسه ورکړي او د سقوط له خطر سره به مخامخ شي.
د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د ۱۰۰۰ تنو افغانانو د روغتیايي پالنې لپاره څلور اعشاریه شپږ ډاکتران، نرسان یا روغتیا پالانې شته چې 'سخت لږوالي ' لپاره له ټاکل شوې درجې هم پنځه برابر لږ شمېر دی.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته داسې باور کېږي، چې دا شمېر به نور هم کم شوی وي، ځکه ګڼ شمېر روغتیا پالان له هېواده وتلي یا یې دنده پرې ایښې ده.
له دې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان يوه الوتکه چې درمل او روغتيايي توکي په کې بار و تېره اونۍ د بلخ مرکز مزار شريف ښار ته ورسېده.
د روغتيا نړيوال سازمان هغه مهال دا هم وويل چې د خوړو نړيوال پروګرام يا ډبليو اېف پي په همکارۍ دوه نورې الوتکې به هم افغانستان ته واستول شي.
دا مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېږي چې وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو چې کابو ۱۸ ميليونه وګړي چې د افغانستان د نفوس نيمايي برخه کېږي مرستو ته اړتيا لري.
بل پلو داسې اندېښنې هم شته چې پر طالبانو د امريکا له خوا لګېدلي بنديزونه کولی شي په افغانستان کې مخ په ډېرېدونکی بشري ناورين لا نور هم ګړندی کړي.