ټوني بلېئر: له افغانستان د پوځيانو ایستل ناسمه پرېکړه وه؛ ایران، روسیه او چین له وضعیت ګټه اخلي

Tony Blair with British forces in Helmand Province in 2006

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، ټونې بلېئر په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته پوځيان استولي وو
د خپرېدو وخت

د بریتانیا پخواني لمړي وزیر ټوني بلېئر پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته خپلو لومړنیو څرګندونو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل غندلي او دا یې یوه غمناکه او خطرناکه چاره بللې.

نوموړي د امریکایي ولسمشر جو بایډن دا دریځ هم غندلی چې ګواکې غواړي په افغانستان کې بې پایه جګړه پای ته ورسوي.

ټوني بلېئر په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د نړیوالو ځواکونو د یرغل پر مهال د بریتانیا لومړی وزیر و او خپل پوځیان یې هم افغانستان ته استولي وو.

نوموړی وایي، په کومه بڼه چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووتل دا به ترهګرو ډلو ته لا ډاډ ورکړي چې د لویدیځو هېوادونو پر ضد وسلواله مبارزه وکړي.

ښاغلی بلېئر همدا راز وایي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه چین او ایران او همدا از روسیه به له دې وضعیته ګټه پورته کړي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټینګار کړی چې نړیوال ځواکونه باید د اخلاقي مسوولیت له مخې تر هغې افغانستان کې پاتې شي تر څو چې ټول بهرنیان او اړمن افغانان له دې هېواده په خوندي توګه ایستل شوي نه وي.

ټوني بلېئر پر خپله وېبپاڼه لیکلي: "موږ باید اړمن کسان را وباسو. هغو کسانو ته باید پناه ورکړو چې مسوولیت یې را په غاړه دی. هغه افغانان چې موږ سره یې کار کړی او زموږ ترڅنګ درېدلي، اوس حق لري له موږ هم وغواړي چې ترڅنګ یې ودرېږو ".

د امریکا پر پرېکړه نیوکه

British and US forces are working together to evacuate people from Kabul airport

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، ټاکل شوې چې امریکایي پوځيان د اګست تر پایه له افغانستان بهر شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې او د دې چارې د ناسم مدیریت له کبله تر سختو نیوکو لاندې دی.

ټوني بلېئر هم د امریکایي ځواکونو پرېکړه غندلې او وایي، بریتانیا نه باید ورته ګام اخیستی وای، خو بیا یې هم دا کار وکړ.

همدا راز د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له افغانستانه د پوځیانو ایستلو چاره کې د ناسم مدیریت له کبله پر جو بایډن نیوکه کړې او دا یې د امریکا د پوځي تاریخ لویه ناکامي بللې ده.

خو یاده دې وي چې ډونلډ ټرمپ خپله واکمنۍ کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی و، او ولسمشر بایډن بیا بیا نیوکه کړې چې یوه ناسمه هوکړه په میراث کې ور پاتې شوې.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټونې بلېئر نیوکه کړې چې لویدیځوالو افغانستان کې له خپلو تېروتنو هېڅ زده نه کړل او اوس د دې ګواښ شته چې د تېرو شلو کالو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.