د سپین بولدک او چمن تر منځ دروازه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب شوی

چمن - بولدک

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د سپین بولدک او چمن تر منځ د تګ راتګ لار کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او هغو سلګونو افغانانو تر منځ اخ و ډب شوی چې د دروازې پرانیستلو په تمه هلته یو ځای شوي وو.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، پېښه د دروازې پرانیستل کېدو په تمه د یوه ولاړ سپین ږیري له مړینې وروسته رامنځته شوه، چې غوښتل یې افغانستان ته ننوځي، خو د زړه حمله پرې ورغله.

ویل کېږي هلته ولاړ خلک له مړي سره پاکستاني سرحدي چارواکو ته ورغلل او د دروازې پرانیستلو غوښتنه یې ترې وکړه. وروسته خلکو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي او امنیتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او په کوتکو یې احتجاج کوونکي وهلي دي.

له دې وروسته د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې یوه ځايي چارواکي د بي بي سي خبریال محمد کاظم ته وویل، نن ګهیځ دغه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

وسله والو طالبانو د اګست میاشتې پر شپږمه نېټه دغه لار تړلې وه او غوښتنه یې کوله چې د تګ راتګ وخت باید زیات شي. د بي بي سي خبریاله ساره عتیق وايي، طالبانو غوښتنه کوله چې باید د دغې لارې پرانیستو وخت له درې ساعتو زیات شي او دغه راز اسناد لرونکو افغان کډوالو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د مسوولینو په خبره د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ له خبرو وروسته د اګست پر لسمه پاکستاني چارواکو د ګهیځ له اتو د مازدیګر تر څلورو بجو د دروازې پرانیستلو امر وکړ، خو له دې دوې وروسته پورې هم دروازه نه وه پرانیستل شوې.

طالبانو له دې مخکې ویلي و چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي او که شرطونه یې ومنل شي، لار به پرانیزي.

چمن - بولدک

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل شوي چې د افغانستان لور ته په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دې لارې تړلو لپاره کانکریټي خنډونه پراته وو.

رپوټونو کې ویل شوي، تېره شپه د طالبانو لاس ته د کندهار ولایت کنټرول له لویدو وروسته د جمعې پر سهار د سپین بولدک ولسوالۍ او چمن تر منځ د تګ راتګ لار پرانیستل شوه.

د باب دوستي په نامه د دې دروازې له تړل کېدو وروسته دواړو غاړو ته زرګونه خلک په سخته ګرمۍ کې منتظر وو او د رپوټونو له مخې د پنجشنبې پر ورځ پاکستاني امنیتي ځواکونو پر هغو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی چې د چمن لور ته د دروازې پرانیستل کېدو لپاره منتظر ولاړ وو.