کرېس الکسندر؛ پر پاکستان د بندیزونو غوښتونکی پخوانی کاناډايی وزیر

د خپرېدو وخت

افغانستان کې له ورځ بلې ته د امنیتي وضعیت له خرابېد سره هممهاله پر خواله رسنیو هم په دې تړاو تودې تبصرې روانې دي.

څوک په دې لړ کې د بې ګناه او ملکي افغانانو د ژغورلو لپاره د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې د سملاسي درېدو غوښتنه کوي، ځینې له افغانستانه په بېړه د وتلو په ګډون د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف پر تګلاره نیوکې کوي او ګڼ نور بیا د دې لپاره پاکستان ملامتوي چې ګوندې طالبانو سره ملاتړ کوي او له دې لارې یې افغانستان کې د بلې نیابتي جګړې اور بل کړی دی.

پاکستاني چارواکو که څه هم دا تور په وار وار رد کړی خو تازه خواله رسنیو کې پر دغه هېواد د بندیزونو د لګېدو (SanctionPakistan) هشټګ ټرېنډ شوی دی.

کله چې مو پر دې د پوهېدو هڅه وکړه چې د افغانستان د قضیې په تړاو د پاکستان خلاف دا هشټګ لومړی ځل چا کارولی، نو پایله یې ډېره نادره وخته.

پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ د کوم افغان یا هندي وګړي لخوا نه، بلکې د یوه پخواني کاناډايي دیپلومات او د دغه هېواد د کابینې د مخکني وزیر 'کرېس الکسندر' له خوا پیل شوی.

هغه له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول پر خپل ټویټر د پاکستان خلاف داسې څه لیکي چې ګڼ شمېر افغانان یې واقعیت ګني او ستايي یې.

ښاغلي الکسندر په دې وروستیو کې له بېلابېلو تلویزیوني شبکو سره مرکو کې هم د خپل دغه دریځ ننګه کړې ده.

هغه افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته د پاکستان د یرغل او نیابتي جګړې نوم ورکوي او پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو په وسیله افغانستان کې د لاسوهنو تور پورې کوي.

دغه پخواني کاناډايي دیپلومات په دې لړ کې تازه پر خپل ټویټر لیکلي:

"پر افغانستان د پاکستان یرغل د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي له مخې وسله وال برید او د یرغلګر عمل دی. نړیواله ټوله باید د نړیوالو قوانینو او پر اصولو د ولاړ نړیوال نظم د ساتنې لپاره د ۴۱مې او ۴۲مې مادې له مخې ګام واخلي."

هغه په یوه بل ټویټ کې چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته په ټویټر غبرګون ښودلی، لیکي چې "پر افغانستان د پاکستان ننی یرغل په ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد د ویجاړونکي تېري په څېر ځواب غواړي: وسله وال مقاومت، نړیواله غندنه او پراخ بندیزونه."

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د کرېس الکساندر څرګندونې په کلکه ردوي او وايي دا موضوع یې له کاناډايي چارواکو سره هم مطرح کړې ده.

کرېس الکسندر څوک دی؟

د کرېس الکسندر د خپلې ویبپاڼې له مخې هغه په ۱۹۹۱ کال د کاناډا بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنیو خدماتو د افسر په توګه کار پیل او لومړی یې شپږ کاله مسکو کې دنده ترسره کړې ده.

هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر راتګ وروسته له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کال پورې کابل کې د کاناډا سفیر پاتې شوی.

ښاغلی الکسندر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کال پورې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال و.

هغه دې موده کې په سیاسي او امنیتي چارو سربېره له افغانستان سره نړیوالو مرستو کې هم مهم رول درلود.

د نوموړي مېرمن "هېډوګ کرسټین" د ډنمارک پوځ کې دنده درلوده او د افغانستان ماموریت کې یې هم برخه اخیستې ده.

کرېس الکسندر افغانستان کې د خپلې کاري مودې په اړه د (The Long way back) په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

هغه د کاناډا لپاره د بهرنیو خدماتو برخه کې د ۱۸ کلونو کار وروسته سیاست ته مخه کړې او د دغه هېواد د محافظه کار ګوند غړیتوب یې اخیستی دی.

هغه له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې د کاناډا د کډوالۍ وزیر و.