تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تاریخپوه عبدالله عاطفي وژنه؛ روزګان والي وايي طالبانو وژلی، طالبان دا ادعا ردوي
د افغانستان سوېل لوېدیځ ته د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې بېګا مشهور تاریخپوه او لیکوال عبدالله عاطفي له خپل کوره نامالومو کسانو اېستلی او وژلی دی.
د روزګان والي محمد عمر شېرزاد په یوه وېډیويي کلیپ کې وايي، طالبانو عبدالله عاطفي د شپې له خپل کوره ایستلی او تر شکنجه کولو وروسته یې وژلی دی:
"تېره شپه د روزګان ولایت چورې ولسوالۍ یو تن مؤرخ او شاعر عبدالله عاطفي د طالبانو له لوري د شپې له خپل کوره ایستل شوی وروسته شکنجه او بیا په شهادت رسېدلی. دا د طالبانو د جنایتونو هغه لړۍ ده چې هغه سیمې چې د دوی په واک کې راځي، علما، سپین ږیري، مدني فعالان، لیکوالان او شاعران شهیدانېږي، شکنج کېږي، تهدیدېږي او ان زموږ خویندې هم په کلیوالو سیمو کې له دا ډول ځینو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي".
چوره ولسوالي له څه مهال راهیسې د طالبانو ولکه کې دهخو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د دوی وسلوال دې وژنه کې لاس نه لري او زیاتوي:
"هغه یو بې طرفه لیکوال او شاعر وو، د قتل قضیه يې چې شخصي معلومیږي او په خفه ډول وژل شوی، څیړنه روانه ده، هڅه کوو چې عاملین يې پیدا او مجازات کړو."
تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه لیکوال او تاریخپوه د وژلو مسوولیت نه دی منلی، خو سرچینې وایي نوموړی شکنجه شوی او همدې شکنجه کې مړ شوی دی.
عبدالله عاطفي د چورې ولسوالي اصلي اوسېدونکی و او په اقتصاد او انجینرۍ کې یې دوه ماسټرۍ اوکراین کې ترلاسه کړې وې، خو نوموړي له خپل مسلک نه بهر لیکوالي کوله.
مرحوم عاطفي د "شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان" په نوم د تاریخ یو کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې له نن شل کاله وړاندې چاپ کړی وو.
له هغه ډېر نور ناچاپ شوي اثار هم پاتي دي او کلونه وړاندې یې د بي بي سي خبریال مامون دوراني ته ویلي وو چې د غربت او بېوزلۍ له امله یې نه شي چاپولی.