د ایران مذهبي مشر د نوي ولسمشر ابراهیم رییسي واک تایید کړ

د خپرېدو وخت

د ایران د ۱۳ ولسمشر ابراهیم رییسي د ولسمشرۍ تایید مراسم د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي استوګنځي کې تر سره شول.

ټاکلې ده ابراهیم رییسې د پنجشنبې په ورځ( د اکسټ ۵) پارلمان کې لوړه وکړي.

د قانون له مخې دې تشریفاتي مراسمو کې ایت الله خامنه يي د ولسمشرۍ ریاست د حکم تایید سره ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه منصوب کړ.

ایت الله خامنه يي دې مراسمو کې ابراهیم رییسې ولسي شخصت وباله او له خلکو یې مننه وکړه چې ده ته یې رایه ور کړې ده.

هغه دا هم وویل، د ټاکنو د بایکاټ لپاره دسیسه جوړه وه او ایران کې ځینو د غفلت او یا غرض له مخې دا دسیسه تعقیب کړه.

د واک تایید مراسمو کې د کورونا له امله ځانګړي روغتیايي اصول پام کې نیول شوي دي.

ابراهیم رییسی څه وویل؟

ابراهیم رییسيخپله وینا په دې خبره پيل کړه چې خواشینی دی د کورونا محدودیتونو ته پام سره د ایت الله خامنه يي لاسونه مچو کولی نه شي.

هغه دا هم وویل، د خلکو باور زیانمن شوی دی او زیاته یې کړه، هڅه به وکړي چې اوسنی واټن له منځه یوسي.

نوموړی په داسې مهال ولسمشر کېږي چې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ اټومي خبرې روانې دي، خو لا هم کومه نتیجه نه لري.

ښاغلي رییسی په خپلو خبرو کې اټومي دوسیې یادولو سره وویل: د بندیزونو لرې کولو هڅه کوي، خو د خلکو دستارخان به پردیو پورې ونه تړي.

د نوموړي په خبره، د خلکو پیغام د اوسني حالت بدلول دي.

خو په دا مهال یې ایران کې اقتصادي ستونزې هم یادې کړې او په خبره یې له ۴۴ سلنې ډېر اقتصادي پړسوب یا تورم دی.

د هغه په خبره، له ۱۳۹۴ کال راهیسې د حکومت پورونه درې برابره شوي او ۴۵۰ زره میلیاردي بودیجې کمښت سره مخ دی.

د ایران سږنیو ټاکنو کې د خلکو ګډون ۴۸.۸ سلنه اعلان شو.

ښاغلي رییسي سږنیو ټاکنو کې د ۶۳ سلنه رایو ګټلو سره ولسمشر شو.

عبدالناصر همتي، محسن رضایي او امیر حسین قاضي زاده هاشمي دې ټاکنو کې د نوموړي سیالان وو.