د ایران د ۱۴۰۰ کال پر ټاکنو نیوکه؛ حسن روحاني: ډېر بد ظلمونه وشول

د خپرېدو وخت

د ایران ولسمشر حسن روحاني د کابینې غونډه کې سږنیو(د ۱۴۰۰ کال) ټاکنو ته په اشاره وویل، دې ټاکنو کې جفا او ډېر بد ظلمونه وشول.

په ایران کې د ولسمشرۍ د دیارلسمې دورې او د ښار او کلیو د اسلامي شوراګانو د شپږمې دورې ټاکنې د روان ۱۴۰۰ کال د جوزا پر ۲۸مه کېږي.

حسن روحاني دې ټاکنو کې د ځینې نوماندانو د صلاحیت ردولو برخه کې د ایران مذهبي مشر ته په اشاره د جبران غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د حکومت پرضد د اوسنیو نوماندانو پر څرګندونو نیوکه وکړه.

ښاغلي روحاني وویل: "تر ټولو بده جفا له نظام سره جفا ده. که دا ټولو ۴۲ کلونو کې ټولې هڅې د ټولنې او انقلاب د مصلحت خلاف وې. نو د څه لپاره مو انقلاب وکړ. "

نوموړي له صداسیما سره د نوماندانو مناظره یاده کړه او ویې ویل پوښتنو او ځوابونو کې فشار، بندیز او اقتصادي جنګ ته اشاره نه کول هیښوونکي دي.

د ښاغلي روحاني په خبره، ځینې اعلان شوې شمېر ناسمې او د خلکو شعور ته سپکاوی دی: "ځینې دا شمېرې درواغ دي او حقیقت سرچپه کوي. "

حسن روحاني د ولسمشرۍ نوماندانو ته په کنایه وویل: "دې بحثونو کې مالومه شوه چې ځینې ادارې ډېرې ښې دي. پر قضایه او مقننه قوه او وسلوالو ځواکونو نیوکه نشته یواځې اجرايي قوه باندې نیوکه ده چې هغه هم ژر بدلېږي او هرڅه سمېږي. "

حسن روحاني له نوماندانو وغوښتل چې د خلکو شعور سره لوبې ونه کړي او ویې ویل: "دې ورځو کې ښې خبرې هم اورو. دې څو ورځو کې ښځې څومره ښې شوې، د ښځو حقونه، دوی ته درناوی او ځوانان مطرح شول. ولې دغه مهال کې ښځې نه وې. بس دې ورځو کې ښځې پیدا شوې او ډېر احترام ورته وشو. قومونه او اقلیتونه څومره ښه شول، شیعه او سني څومره سره وروڼه شول، دې ورځو کې الحمدالله ښه شیان شته. "

د ولسمشرۍ نوماندانو تر لومړنۍ مناظرې وروسته د حسن روحاني د حکومت ویاند د صدا سیما له مشر په لیک کې د حکومت ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

په دغه مناظره کې د حکومت پر اقتصادي پالیسي ډېرې نیوکې وشوې.

د ایران ټاکنې

دایران ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۴ کسان نوماند شوي وو، خو نګهبان شورا د مۍ پر ۲۵ د نوماندانو په توګه د ابراهیم رئیسي، محسن رضايي، محسن مهرعلیزاده، سعید جلیلي، علیرضا زاکاني، عبدالناصر همتي او امیرحسین قاضي زاده هاشمي صلاحیت تایید کړ.

د ایران د پارلمان مخېکنی مشر علي لاریجاني،‌ د حسن روحاني لومړی مرستیال اسحق جهانګیري او د ایران مخکنی ولسمشر محمود احمدي نژاد د هغو کسانو په ډله کې دي چې صلاحیت یې رد شوی دی.

د نګهبان شورا په دې نوملړ ډېرې نیوکې وشوې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته د کابینې غونډه کې وویل، د ولسمشرۍ د نوماندانو په هکله یې د نګهبان شوروا د پرېکړې په تړاو له "ناچارۍ" د دغه هېواد مذهبي مشر ته لیک استولی دی، که په دې برخه کې "همکاري" وکړي.

خو زیاته یې کړه چې د نوماندانو نوملړ د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي اړوند دی او که "مناسبه" وګڼي نو ګام به پورته کړي.