د پاکستان پوځ وایي، ۴۶ افغان سرتېرو چترال سیمه کې له دوی پناه غوښتې؛ افغان پوځ دا ادعا ردوي

د خپرېدو وخت

د پاکستاني پوځ د رسنیو دفتر (ای اېس پي ار) له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د خیبرپښتونخوا په چترال سیمه کې د افغان پوځ ۴۶ تنه سرتېري وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال پر ډیورنډ کرښه ور اوښتي او پاکستاني پوځ پناه ورکړې ده.

د پاکستاني پوځ خبرپاڼه زیاتوي، تېره شپه ناوخته افغان ځواکونو له دوی سره تماس ونیو او د پاکستان غاړې ته د پناه غوښتنه یې ترې وکړه.

د خبرپاڼې له مخې وروسته د پاکستان پوځ له افغان چارواکو سره اړیکه ټینګه کړه او د هغوی په خوښه يې دغو ۴۶ افغان سرتېرو ته، چې پکې پنځه افسران هم دي، پناه ورکړه‌.

خو د افغانستان د امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري بي بي سي سره خبرو کې د پاکستاني پوځ دغه ادعا ناسمه او له حقیقته لېرې وبلله.

ښاغلی شینواری وايي، دا موضوع واقعیت نه لري چې زموږ پوځي پرسونل دې کوم بل هېواد ته پناه وړې وي.

د هغه په وینا، ټولو ته ښکاره ده چې د افغانستان خلک او بیا په تېره پوځیان یې د پاکستان پر وړاندې څومره حساس دي.‌

خو د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ویلي، دغه افغان سرتېري به په باعزته توګه بېرته افغان چارواکو ته وسپاري.

د پاکستان پوځ له دې مخکې هم د روانې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه ادعا کړې وه چې د افغان پوځ ۳۵ سرتېرو پر ډیورنډ کرښه له دوی پناه غوښتنې، خو هغه مهال یې د هغې پېښې سیمه نه وه یاده کړې.

امرخېل: د پاکستاني وسلوالو مړي مو پاکستان ته سپارلي

په ورته وخت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ادعا کړې ده چې په تېرو څو اوونیو کې ګڼ شمېر پاکستاني وسلوال یاد ولایت کې له افغان ځواکونو سره جګړو کې وژل شوي دي.

ښاغلي امرخېل دوشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، تېرو څو اوونیو کې یې د ۳۹ پاکستاني وسلوالو مړي سرې مياشت ته سپارلي او د همدې ادارې په مرسته د تورخم له لارې پاکستان ته استول شوي دي.

نوموړی همدا راز ادعا کوي چې لسګونه نور مړي او ټپیان له نورو لارو هم پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان چارواکو تر دې دمه د ننګرهار والي دې ادعا ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خو څه موده وړاندې پېښور ښار کې د یو وژل شوي وسلوال په جنازه کې د افغان طالبانو د بیرغونو او د دې ډلې په ملاتړ د شعارونو ویډیوګانو پر خواله رسنیو بحثونه راوپارول.‌

افغان چارواکو هغه مهال یو ځل بیا تور ولګاوه چې پاکستان افغانستان ته د جګړې لپاره وسلوال ورلېږي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد هغه مهال په خپلو لیکو کې د بهرنیو وسلوالو شتون خبره رد کړې وه او بي بي سي ته یې ویلي وو چې پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو څو کاله پخوانۍ ده.