'کابل کې د اختر لمانځه پرمهال د توغندیز برید عاملان نیول شوي'

کورنیو چارو وزارت ویلي، توغندي له دې کورولا توغول شوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کورنیو چارو وزارت ویلي، توغندي له دې کورولا توغول شوي
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو د تېر لوی اختر د لمانځه پرمهال پر ارګ د توغندیز برید څلور طراحان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میروس ستانکزي نن یکشنبه (زمری دریمه) وویل، دا برید د طالبانو یوه قومندان طرحه کړی و، چې د کابل لوېدیځ پغمان ولایت په ځینو 'ترهرګریزو' بریدونو کې یې هم لاس درلود.

ښاغلي ستانکزي په یوه لنډ وېډیويي پیغام کې ویلي، دا کسان د کابل لوېدیځ پنځمې حوزې اړوند یوه سیمه کې نیول شوي، چې په وینا یې ټول غړي یې طالبان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د اختر د لمانځه پرمهال د توغندیو برید ددوی کار نه دی؛ چې په وینا یې کابل ګڼ مېشتی ښار دی او اصل هدف ته رسېدل پکې ستونزمن دي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۲۹مه) کله چې په ارګ کې ولسمشر غني او ګڼ نور جګپوړي سیاسي مشران د اختر پر لمانځه ولاړ و، ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې ځینې توغندي ولګېدل.

ولسمشر غني او لوړپوړو افغان چارواکو د درنو چاودنو غږ اورېدو پر مهال په ارامه لمونځ ادا کړ. دغه شېبه د افغانستان د ملي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرونه کې خپرېده.

دغه برید داسې مهال شوی، چې په دغه هېواد کې جګړو زور اخیستی.

د ویډیو تشریح، ارګ کې د اختر لمانځه پر مهال شاوخوا راکټي بریدونه

د کورنیو چارو وزارت وویل، دا توغندي له یوې کورولا ویشتل شوي.

پولیس وايي، توغنديو مرګ ژوبله نه ده اړولې او ډېر لږ مالي زیان یې اړولی دی.

ظاهراً ددې توغندیو مسئولیت اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پر غاړه اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا د طالبانو کار و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر محمد اشرف غني د اختر تر لمانځه وروسته وینا کې پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي وویل: "هېواد په راکټ نه شئ نیولی، ددې هېواد نیول زړه غواړي".