تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایي رسنیو له افغانستان د خپلو خبریالانو ایستلو په اړه ولسمشر بایډن ته لیک استولی
یو شمېر معتبرو امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې هغه خبریالان امریکا ته ولېږدوي چې تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له دغو رسنیو سره خبریالي کړې ده.
ولسمشر بایډن ته د سي این این، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او یو شمېر نورو رسنیو په دې لیک کې ویل شوي، هغه خبریالان چې د خبري پوښښ برخه کې یې افغانستان کې کار کړی، د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ دي.
امریکا ته د افغان ژباړنو او هغو کسانو د لېږدولو یوه طرحه له مخکې وړاندې شوې، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی.
دې لړ کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکولو له لارې تر اوسه پورې زرګونه افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.
بل لور ته په افغانستان کې هغه خبریالان چې له امریکايي رسنیو سره یې همکاري درلوده، د وسله والو طالبانو احتمالي غبرګون ته اندېښمن دي.
تېرو میاشتو کې په افغانستان کې یو شمېر افغان خبریالان د داسې پېښو ښکار شول چې په "هدفي بریدونو" مشهور دي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د دې لیک په هکله غبرګون نه دی څرګند کړی.
افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ په کچه د ډېر ناامنه هېوادونو په ډله کې دی.
له دې هېواده د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا حکومت "متحدانو ته د پناه ورکولو" په نامه پروګرام پیل کړ، چې له مخې زرګونه هغه کسان یوه دریېم هېواد ته استول کېږي چې د امریکا ویزې پر غوښتنلیکونو یې غور کېږي.
دا وروستیو کې وسله والو طالبانو ویلي، که چېرې دا کسان "د دوښمن له لیکو رابهر شي او غواړي د یوه عادي وګړي په توګه خپل هېواد کې ژوند وکړي، له هېڅ ګواښ سره به مخامخ نه شي."